پوهاند دودیال
زموږ ولسي ادب؛ په تیره لنډیو، چاربیتو اود ولسی شاعرانو اود هغه وخت د نامدون- شفاهي ادب په رنګینه لمن کې د استعمار په وړاندې د ملی مبارزینو دسرښندنې بیلګې د افغانی – ملي حماسو ثبت شوې پاڼې دي. د پېړیو پېړیو په بهیر کې ویل شوې او سینه په سینه راپاتې لنډیو ویونکی معلوم نه دی، چاربیتې هم همداسې. په نکلونو کی د اتلانونومونه شته، خو راوایان یې هیر شوي، مګر د زیات شمیر ولسي شاعرانو نومونه ترموږ پورې رارسیدلی دي. په دې کې یو هم شریف خان دی. شریف خان د لالپورې اوسیدونکی او د انګریز په وړاندې د ملی مبارزینو د سنګر یو سپاهی اود پېښو ثبت کوونکی دی. ده د غزواتو انځور په شاعرانه ژبه کړی دی. یوه بیلګه یې د افغان – انګلیس درېیمه غزا ده . ولسی شاعر شریف د چکنور د ملا صاحب (ملا امیرمحمد)، د هغه دملګرو(احمدخان، ګلبازی، نایب خان، سیدعثمان، خانجانو…) دسرښندنو او ختیزه جبهه کې د افغان- انګلیس د دوهمې جګړې انځور ایستلی دی. دا پېښه د ارواښاد غبار د تاریخ په ۷۶۰ مخ کې هم راغلې ده. آرواښاد غبار په دغه څپرکي کې د ۱۹۱۴م. کال د مشرقی محاذ پېښې ښودلي دي، په مومندو کې د چکنور ملاصاحب او ملی مبارزینوڅرګنده ونډه لرله، د دغې زمانې د چاربیتو د دغه ولسي شاعر د کلام بېلګه دا ده:
د خدای رحمت په دې ملا شه
د ده ملګری پاک الله شه
غزا يې وکړه په اختيار باندې
چپاو يې وکړ په کفار باندې
***
د چکنور ملا اختيار وکړ
د غزا نیت په تلوار وکړ
کور په کور وګرځېد مومند باندې
راځئ غزا وکړو په خوند باندې
زمونږ په دغې بسم الله شه
د خدای رحمت په دې ملا شه
دا موسی خېل په کې سر ښکته وينم
کندهاري دوی نه بې غيرته وينم
که شي اخته د خدای په قار باندې
چپاو يې وکړ په کفار باندې
***
ماذونان واړه په یو څنګ لاړه
ملا صاحب ځانله په جنګ لاړه
په براق سور شو لاړ په خيز باندې
چپاو يې وکړ په انګرېز باندې
کور يې د مټې نه راغونډ کړ
د مېچنۍ نه يې ورته پنډ کړ
ډېرۍ له راغی ځان په وير باندې
غوغا شوه ګډه په خنزير باندې
چا ترې ټوپک چا ترې سنګين راوړ
خونه خو يې لور په لور تالا شه
د خدای رحمت په دې ملا شه
ځوانانو تورې په کې پڅې کړلې
د کافرانو کلې يې غوڅې کړلې
انګرېز شو خلاص بالاحصار باندې
چپاو يې وکړ په کفار باندې
***
چا په کیسو کې اورېدلی نه دی
انګرېز د چا نه تښتېدلی نه دی
لکه په دغه ورځ په تنګ راغی
خلقه په درې طرفه جنګ راغی
جنګ يې په درې طرفه کړو وروره
د اسلام دا هن خو ګوره
کافر په غم کې مبتلا شه
د خدای رحمت په دې ملاشه
چې د ټوپکو يې دندو کار کړ
انګرېز يې منځ کې را ایسار کړ
وهم يې ګډ کړ په سرکار باندې
چپاو يې وکړ په کفار باندې
***
تمامه ورځ مقدمه وشوله
لالپور والو پرې نامه وشوله
پنځوس شو قتل افسران په کې
بې نرخه مړه شو کافران په کې
مسلمانان چې شهيدان شو
داسې تازه لکه ګلان شو
څوک چې وو مړ د دوی پوره وه په کې
د نظر دا رنګ نغاره وه په کې
و » خانجان « یو کوډاخېلو کې
خلقه د تورې پهلوان و
په شهيدانو کې بالا شه
د خدای رحمت په دې ملا شه
له دنيا تېر شو » سيد عثمان « یو
هسې ښایسته په شهادت سېر شو
خاوند دې موړ کا خپل دیدار باندې
چپاو يې وکړ په کفار باندې
***
شهيد شو » احمدخان « یو لکړۍ کې
شهيد شو » نايب خان « بل د لښکر کلي
یو مزری د الله خېلو
په اصل دی د خوږاخېلو
درې يې زامن شهيد شو » احمد نور « یو
شهيد شو » ګلبازی « بل په شمشاد کې
خلکه » غلام « یو په خويزو کې و
چې د خامبي کور يې مقام خلکه
ديارلس په شمار خو شهيدان وو په کې
څه زيات و کم دولس زخميان وو په کې
د اسلام هلته ټینګه ملا شه
د خدای رحمت په دې ملا شه
چې دا په خپله راتله ډېر وو په کې
چې لګېدلي و برڅیروو په کې
پروا يې نه وه په پرهار باندې
چپاو يې وکړ په کفار باندې
***
ملا صاحب په کې افسر راغی
غزا يې وکړه بهادر راغی
نامه يې پاتې شوه پيرنګ باندې
ويلې رحمت دې شه په جنګ باندې
بيا به ونه ګورم مومندو ته
عالمه داسې سربلندو ته
زما يې دارنګ وار خطا کړ
عقل يې ټول را نه جدا کړ
هره پېره مې داسې دل کاندي
چې غازيان جوړ را کې غوبل کاندي
حورې غلمان يې مشغولا شه
د خدای رحمت په دې ملا شه
د ټول اسلام صفت کوي » شريف «
الله پاک دې د افغان- انګلیس د درې ګونو غزاګانو ننګیالی وبخښي، چې موږ ته یې یو آزاد افغانستان په میراٍث پریښی دی، د غازی امان الله خان اروا دې ښاده وي چې استقلال یې ترلاسه او د افغانستان د مډرن کولو او دخپلو نیکونو؛ امیرشیرعلیخان، احمد شاه بابا، میرویس نیکه او شیرشاه سوري په شان یې د پرمختللی افغانستان په اړه فکراو عمل کاو، خدای دې اوسنیو ځوانانو د وطنپالنې، ځپلواکي ساتنې، پوهې ترلاسه کولو او ملی یووالی ساتلوتوفیق ورکړي.( آمین).
اخځ:
۱.عطایی. محمد ابراهیم.(۱۳۷۴)، د افغانستان لنډ تاریخ، سبا میوند خپرندویه ټولنه: پېښور.
۲.غبار، میرغلام محمد.(۱۳۴۶)، افغانستان درمسیر تاریخ، لومړی ټوک، دولتی مطبعه : کابل- افغانستان.
۳. … وطن ادب (ویبپاڼه)، د افغانستان د معاصرو ادبیاتو دایرة المعارف.
استاد دوديال ژوندى اوسي . هماغه ډول چې دپښتو ادب اوشعر يوه برخه دمغلوالي پر ضد مبارزو نه مالامال ده دغه رنگ اولسي ادب دانگريز داستعمار پر ضد هم . خو زيات اثار په دې برخه كې د پښتونخوا دشعر هاروبهار او داسدالله شعور په چهاربيتي هاى پشتو په نوم يو اثر كې را ټولي شوي دي .
داسې نور زيات اثار هم شته . لكه په كوزه پښتونخوا كي دخدايي خدمتگارو او نورو اثار .