شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهملا برادر: نړیوال دې کوکنارو د بدیلو کښتونو په برابرولو کې مرسته...

ملا برادر: نړیوال دې کوکنارو د بدیلو کښتونو په برابرولو کې مرسته وکړي

تاند ( ۲ شنبه، د حوت ۱۳ مه) د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې د ادارې له پخواني اجرائیوي ریس پینو الارچي سره په کتنه کې ویلي، چې په افغانستان کې د کوکنارو د بدیلو کښتونو د دودولو ښه زمینه برابره ده او نړیوال دې په دې برخه کې مرسته ورسره وکړي.

هغه زیاته کړې چې غواړي په نږدې راتلونکي کې په کابل کې یو نړیوال کنفرانس جوړ کړي تر څو د دغه کنفرانس له لارې افغان بزګرانو ته د بدیلو کښتونو وړاندې کولو په برخه کې د نړیوالو مالي ملاتړ راجلب کړي.

دغه طالب مقام دغه راز ویلي، چې دوی د بیا ځلي واکمنۍ پر مهال د نشه یي توکیو کښت و قاچاق له منځه وړی او پکې لاسته راوړنې لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو او برېتانیا یو شمېر اړوندو بنسټونو هم د نشه یي توکیو پر وړاندې د طالبانو د رژیم د لاسته راوړنو خبر ورکړی، خو خبرداری یې ورکړی چې که د بدیلو کښتونو غم ونه خوړل شي؛ ښایي افغان کروندګر بیا د کوکنارو کښت ته مخ واړوي.
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند زاده په یوه فرمان کې د نشه یي توکیو پر هر ډول کښت و کاروبار بندیز لګولی.
د طالبانو یو شمېر واک لاندې رسنۍ په بېلابېلو ولایتونو کې د کوکنارو د کښت په تور د ګڼو کروندګرو د نیولو خبرونه هم ورکړي.
څارونکي باور لري، چې که طالبان د کروندګرو د ستونزو حلولو پر ځای په یو اړخیز ډول دوی د کوکنارو له کښته منع کړي، پر افغانستان حاکم اقتصادي او بشري ناورین به نور هم ژور کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب