جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد بحران نړیواله ډله: د طالبانو تر انزوا له هغوی سره تعامل...

د بحران نړیواله ډله: د طالبانو تر انزوا له هغوی سره تعامل ښه دی

تاند (چهارشنبه،د حوت ۱۶ مه) د بحران د نړیوالې ډ‌لې د اسیايي څانګې مسوول وايي، د طالبانو تر منزوي کولو له هغوی سره د تعامل پالیسي غوره ده.

پیر پرکاش د افغانستان په اړه په یوه انلاین غونډه کې، چې پرون بیل شوه، ټینګار وکړ چې د کابل د اوسني حکومت پر ضد د انزواغوښتونکې پالیسۍ په نسبت ښه دا ده چې له هغه سره تعامل وشي.

ده غونډې ته همداراز وویل«موږ له کلونو راهیسي د بحران په نړیواله ډله کې د افغانستان په اړه کار کړی دی او په وروستیو کې مو د طالبانو له رژیم سره د سیمه ییزې دیپلوماسۍ په اړه یو راپور خپور کړ چې هم له طالبانو سره د سیمې د هیوادونو د تعامل او چلند څرنګوالی ارزوي او هم په دې بحث کوي چې د طالبانو حکومت له خپلو ګاونډیانو څخه څه هیله لري.»

پرکاش زیاته کړه:«د دې دلیل چې موږ پرېکړه وکړه چې دا راپور چمتو کړو، دا و چې د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته موږ داسي نښې لیدلی شوای چې د لوېدیځې نړۍ او د افغانستان د ډېرو مرستندویو او همداراز د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د افغانستان له نوي وضعیت سره د چلند د څرنګوالي په باب اختلافات شته.»

د بحران په نړیواله ډله کې د اسیايي څانګې د مسوول په وینا، لوېدیځو هیوادونو له طالبانو سره د تعامل لپاره د ښځو او نجونو د حقونو او د یوه پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو شرطونه ایښي او ګاونډي هیوادونه هم ځینې مسلې لري لکه د امنیت، په تېره بیا د تروریزم په اړه بحثونه او د افغانستان له لارې له اوبو سره د وصل کېدو په شان موضوعات.

ده زیاته کړه: «څه چې څېړنو موږ ته پوره ښکاره کړې، دا ده چې هیڅ هیواد له طالبانو سره د مقابلې نیت نه لري خو هر یو تر یوه حده باید دې نتیجې ته ورسیږي چې له طالبانو سره تعامل تر دې ښه دی چې هغوی لا منزوي شي.

د طالبانو د واک ته رسیدو دوه نیم کاله پوره شوي خو تراوسه هیڅ هیواد په رسمیت نه دي پېژندلي. داسي نښې هم نه لیدل کېږي چې په نژدې راتلونکې کې کوم هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني مګر دا چې طالبان په ځانګړي ډول د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار په برخو کې خپلې پالیسۍ نرمې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب