دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهد افغانستان په اړه د امنیت شورا نننۍ غونډه؛ مهم بحثونه به...

د افغانستان په اړه د امنیت شورا نننۍ غونډه؛ مهم بحثونه به یې څه وي؟

تاند (چهار شنبه، د حوت ۱۶ مه) ټاکل شوې ده چې د ملګروملتو امنیت شورا نن (چهارشنبې) د افغانستان په اړه غونډه جوړه کړي.

په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګروملتو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما یا د افغانستان لپاره د ملګروملتو د مرستندوی دفتر مشره روزا اتونبایوا د افغانستان د وضعیت په اړه درې میاشتنی راپور وړاندې کړي.

تمه ده، چې رزا اوتنبایوا به د امنیت شورا غونډې ته د افغانستان د وروستیو درېیو میاشتو د وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړي.

یوناما څه موده مخکې د ملګرو ملتونو د یو شمېر نورو ادارو په ملتیا په ګډ خپاره کړي راپور کې ټینګار کړی و، چې طالب رژیم سره د نړیوالو تعامل باید د ښځو د حقونو له تامین سره مشروط کړل شي.

دوی ویلي وو، چې که د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژندل شي نو ښايي په افغانستان کې د ښځو د حقونو بحران نورهم ژور شي او دا احتمال شته چې واکمن طالبان پر ښځو او نجونو اوسني محدودیتونه نور هم زیات کړي.

د غونډې نورې ممکنه اجنډاوې

د دغې غونډې د نورې ممکنې اجنډا په تړاو جزییات نه دي ورکړل شوي.

امنیت شورا ته دمګړۍ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بل ځانګړي استازي د ټاکلو ناندریزه موضوع او پر دغې موضوع د پایلې ته نه رسېدو له امله د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د پای ته رسېدلي ماموریت احتمالي تمدید، یا نه تمدید هم په مخکې پرتو اجنډاوو څخه اټکلیږي.

اټکل دا دی، چې د امنیت شورا دغه پلان شوې غونډه به د راتلونکې چارشنبې په ورځ وي.

امنیت شورا تېره پنجشنبه هم د افغانستان په اړه د دوحې د دویمې ناستې له بې پایلې پای ته رسېدو وروسته، یوه ځانګړې غونډه لرله، چې ظاهراً بې پایلې پای ته ورسېده.

د بندو دروازو تر شا د هغې ترسره شوې غونډې اصلي بحث هم دا و، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وټاکل شي کنه؟

د امنیت شورا په توافق د تصویب شوي دغه استازي ټاکنه د دې لپاره پلان شوې وه، چې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د بېرته یو ځای کېدو بهیر سمبال او د کار د یوې برخې په توګه په افغانستان کې د سولې بین الافغاني مذاکرات تنظیم کړي.

په کابل کې د طالبانو واکمن رژیم د یوناما دفتر په موجودیت کې د دغه استازي ټاکنه رد کړې او د امنیت شورا دوو دایمي غړو روسیې او چین هم د دوی په غوښتنه د دغه استازي د ګومارلو مخنیوی کړی.

له دې سره، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند تېره اوونۍ ټینګار وکړ، چې یاد شوی استازی به  هرومرو ټاکل کیږي او دا چاره تر کار لاندې ده.

پر یوناما او ملګرو ملتونو د طالبانو زیات شوي اعتراضونه

له دې سره هم مهاله، روانه اوونۍ  د طالبانو واکمن رژیم، له هغې وروسته چې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت(یوناما) د دوی د کړنو په اړه ځینې انتقادي راپورونه خپاره کړي، د دغې ادارې ماموریت د تېر کال فعالیت بې اغېزې ګڼلی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تور پورې کړی، چې یوناما په افغانستان کې د خپلو مسوولیتونو د ترسراوي پر ځای، د ناسمو معلوماتو پر بنسټ یوازې پر خپلې راپور ورکونې بسنه کړې ده.

مجاهد په افغانستان کې د یوناما مسوولیت له افغانستان سره د هېوادونو د ډيپلوماټيکې تشې له منځه وړل او هغو ته د امنیتي مسایلو په تړاو ډاډ ورکول ګڼي او ادعا کوي، چې یاده اداره په دې برخه کې بریالۍ نه ده.

 طالب ویاند، دغه راز د ملګرو ملتونو سازمان د نړۍ له لویو ځواکونو اغېزمن ګڼي او وایي چې د افغانستان په تړاو د دغه سازمان پرېکړې مشکوکې دي.

هغه په دې اړه زیاتوي: «د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو سازمان پرېکړې تراوسه شکمنې دي او له بده مرغه هغوی د نړۍ د زبرځواکو تر اغېز لاندې دي. لکه څرنګه چې له هغوی تمه کېږي او یا ملتونه فکر کوي چې د ملګرو ملتونو سازمان دریځ بې‌پرې دی او یو داسې سازمان به وي چې له هغې د عدالت تمه وشي، دا ثابته شوې نه‌ده.»

د نورو جزییاتو لپاره دا لېنکونه کېکاږلي شئ:

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب