یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد فریدون سینیرلي اوغلو د دندې پای او غبرګونونه

د فریدون سینیرلي اوغلو د دندې پای او غبرګونونه

تاند (۳ شنبه، د حوت ۱۴مه) د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینېرلي اوغلو د دندې له ظاهراً پای ته رسېدو سره، د نوموړي د چارو په اړه بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي.

اوغلو تر دې مخکې، په ملګرو ملتونو کې ترکیې ځانګړی استازی او سفیر و چې د ۲۰۲۳ کال په اپریل میاشت کې، د امنیت شورا د ۲۶۲۷ پرېکړه لیک پر بنسټ، د افغانستان د وضعیت په تړاو د یوه ځانګړي راپور د چمتو کولو په موخه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي همغږي کوونکي په توګه و ګومارل شو.

هغه مکلف شوی و، چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې د تعامل لپاره یوه خپلواکه ارزونه ترسره او لار نقشه جوړه کړي.

تمه وه، چې د فبرورۍ میاشتې له پای ته رسېدو مخکې، د هغه د دندې د دوام لپاره ښایي د ملګرو امنیت شورا بېرته پرېګړه وکړي، خو لیدل شوي چې دا کار نه دی شوی او ګومان دا دی چې د نوموړي دنده پای ته رسېدلې ده.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وایي، چې اوغلو په خپله دنده کې بریالی و.

فایق په باور چې، دغه ارزونه نړۍوالې اجماع ته د رسېدو، له طالبانو سره د نړۍوالې ټولنې د تعامل او د افغانستان د کړکېچ د هواري او د یوې همغږې تګلارې د جوړېدو لپاره د یوه سند په توګه ګڼل کېږي.

په کابل کې د طالبانو د واکمن رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د افغانستان د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي همغږي کوونکي معلومات تر یوه بریده ښه و؛ خو زیاتوي چې د خپلواکې ارزونې ځینې برخې سرپرست حکومت ته د منلو وړ نه‌وې.

 هغه په مشخص ډول، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوی ځانګړي استازي د ټاکلو وړاندیز ته اشاره کوي.

د طالبانو رژیم او د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې دوه دایمي غړي روسیه او چین د همدغې مسئلې پر سر د مخالفت له امله تر اوسه د افغانستان به تړاو د فریدون اوغلو د جوړې کړې لار نقشې د عملي کېدو پر وړاندې خنډ شوي.

تمه ده، چې سبا بیا د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه ولري.

د دې غونډې مهمه موضوع، د یوناما دفتر د مشرې له لوري د افغانستان د درې میاشتني وضعیت په اړه راپور ورکول ښودل شوي.

معلومه نه ده، چې په دغه غونډه کې د اوغلو د کار د تمدید یا نه تمدید او نورو مسایلو په اړه هم بحثونه شته کنه؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب