پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهپاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه د مولوي کبیر...

پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه د مولوي کبیر نیوکې

تاند (۳ شنبه، د حوت ۱۴مه) د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اسیا او ارام سمندر لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له اغلې های کیونګ جون، په افغانستان کې د دغې ادارې له رئيس لیونارد زولو او مل پلاوي سره لیدلي.

د نوموړي د اعلامیې له مخې، په دې لیدنه کې اسیا او ارام سمندر لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ مشرې په دغه کتنه کې وویل چې د(UNHCR)  اداره د افغان کډوالو د ستونزو د حل ته ژمنه ده او له افغان کډوالو سره به یې مرستې دوام وکړي.

هغې زیاته کړه، چې په راتلونکې اوونۍ کې به په جینوا کې د کډوالو اړوند جوړېدونکې ناستې ته د خپل راپور په وړاندې کولو سره به افغان کډوالو ته د لا ډېرو مرستو را جلبولو هڅه وکړي او د افغانستان شته حقایق به له نړیوالو سره شریک کړي.

سرچینې همدارنګه زیاته کړه، چې افغان کډوال له سختو شرایطو، فقر او بېکارۍ سره مخ دي، چې وچکالي او نورې طبیعي پېښې یې هم ژوند ګواښي او اړتیا ده، چې هغوی ته د کارموندنې ترڅنګ د سرپناه، روغتیا او پوهنې په برخه کې اساسي مرستې وشي.

په ورته وخت کې د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په دغه کتنه کې له افغانستان سره د یاد سازمان او نورو مرستندویو بنسټونو د مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

هغه ادعا کړې، چې د دوی رژیم ته له تېر نظام څخه لوږه، فقر او بیکاري په میراث پاتې ده، چې کنټرول او ختمول یې ډېر وخت او ډېرو امکاناتو ته اړتیا ولري.

هغه په ټینګار سره وویل چې افغان کډوال د پاکستان په نا امنیو کې هېڅ رول نه لري خو بیا هم په دغه هېواد کې افغان کډوال له سختونو ستونزو سره مخ دي او په زرګونه افغانان په بېګناه ډول زندانونو ته اچول شوي دي.

سرچینې غوښتنه وکړه، چې باید افغان کډوال خپلې خوښې ته پرېښودل شي، چې په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي او په کور دننه ورته لازم چمتووالی هم ونیول شي.

د طالبانو دغه مقام نیوکه وکړه، چې د ملګرو ملتونو او د ځينو نورو نړیوالو ادارو د هغو رپوټونو له امله چې په ناسمو معلوماتو ولاړ وي، خلک ناقانونه کډوالۍ ته هڅول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب