Homeخبرونهد ملګرو ملتونو امنیت شورا روانه اوونۍ بیا د افغانستان په اړه...

د ملګرو ملتونو امنیت شورا روانه اوونۍ بیا د افغانستان په اړه غونډه لري

تاند (یکشنبه، د حوت ۱۲ مه) خبري سرچینو ویلي، چې ټاکل شوې روانه اوونۍ بیا د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه ولري.

ویل شوي، چې دې غونډې ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر( یوناما) مشره مېرمن رزا اوتنبایوا هم بلل شوې ده.

تمه ده، چې رزا اوتنبایوا به د امنیت شورا غونډې ته د افغانستان د وروستیو درېیو میاشتو د وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړي.

د دغې غونډې د نورې ممکنې اجنډا په تړاو جزییات نه دي ورکړل شوي.

امنیت شورا ته دمګړۍ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بل ځانګړي استازي د ټاکلو ناندریزه موضوع او پر دغې موضوع د پایلې ته نه رسېدو له امله د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د پای ته رسېدلي ماموریت احتمالي تمدید، یا نه تمدید هم په مخکې پرتو اجنډاوو څخه اټکلیږي.

اټکل دا دی، چې د امنیت شورا دغه پلان شوې غونډه به د راتلونکې چارشنبې په ورځ وي.

امنیت شورا تېره پنجشنبه هم د افغانستان په اړه د دوحې د دویمې ناستې له بې پایلې پای ته رسېدو وروسته، یوه ځانګړې غونډه لرله، چې ظاهراً بې پایلې پای ته ورسېده.

د بندو دروازو تر شا د هغې ترسره شوې غونډې اصلي بحث هم دا و، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وټاکل شي کنه؟

د امنیت شورا په توافق د تصویب شوي دغه استازي ټاکنه د دې لپاره پلان شوې وه، چې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د بېرته یو ځای کېدو بهیر سمبال او د کار د یوې برخې په توګه په افغانستان کې د سولې بین الافغاني مذاکرات تنظیم کړي.

په کابل کې د طالبانو واکمن رژیم د یوناما دفتر په موجودیت کې د دغه استازي ټاکنه رد کړې او د امنیت شورا دوو دایمي غړو روسیې او چین هم د دوی په غوښتنه د دغه استازي د ګومارلو مخنیوی کړی.

له دې سره، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند تېره اوونۍ ټینګار وکړ، چې یاد شوی استازی به  هرومرو ټاکل کیږي او دا چاره تر کار لاندې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...