دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+د افغانستان لومړنۍ ښځینه وزیره څوک وه؟ / لېمه مصور

د افغانستان لومړنۍ ښځینه وزیره څوک وه؟ / لېمه مصور

کبرا نورزۍ لومړنۍ افغانه ښځینه وزیره ،مدیره او د لوې جرګې غړې وه. هغه په ۱۳۱۰ کال کې کابل کې زېږدلې وه. دوی په اصله د کندهار نورزي دي خو د تیمورشاه په دوره کې کابل ته راغلي وو . میرمن کبرا څلور خويندې او درې وروڼه لرل.
کبرا نورزۍ خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې په ملالۍ لیسه کې ترسره کړې او د همدې لیسې له لومړنیو فارغانو څخه شمیرل کيږي. لوړې زده کړې یې د نسوان پوهنځي په ساینس څانګه کې ترسره کړې او په ممتازه درجه فرغه شوې وه. له پوهتنون وروسته د ملالۍ لیسې مرستیالې په توګه وټاکل شوه چې وروسته د ښې وړتیا او مدیریت له امله د همدې لیسې مدیره شوه. نوموړې د ملالۍ لیسې لومړنۍ افغانه مدیره وه، تر دې وړاندې ددې لیسې مدیریت یوازې د فرانسوي استادنو په لاس کې وو. د دې مدیریت په وخت کې ملالۍ لیسې د افغانستان یوه له بهترینو لیسو څخه وه، او اغلي کبرا نورزۍ د ملالۍ لیسې سربیره د نسوان فاکولتې او موسسې د رئیسې په توګه هم دنده ترسره کړې.
وروسته د ماسټري لپاره فرانسې هیواد ته لاړه او د پاريس سوربن پوهتنون څخه خپله ماسټري ترلاسه کړه.
کبرا نورزۍ د میرمنو ټولنې ریسې په توګه هم دنده درسره کړې چې په دې دوره کې ډېرو نړېوالو کنفرانسو کې ګډون وکړ او د ښځو د انسجام، زده کړو، پوهاوي او په ټولنه کې د فعال کډون لپاره ډېر کار او هڅې وکړې.
کبرا نورزۍ د ۱۳۴۳ کال کې د عامې روغتیا وزیره وټاکل شوه او تر ۱۳۴۸ لمریز کال پورې بریالۍ ښځینه وزیره پاتې شوه. دا له مسلکې پلوه داکټره نه وه مګر د هغې پوهې، تجربې، ښې وړتیا او کاري مینې له کبله ډیره بریالۍ وه. دا په وزارت کې لږ او په روغتونو ، سفرونو، او د ولسونو په منځ کې زیاته لیدل کیده ځکه غوښتل یې د خلکو ستونزې خپله حل کړي. ددې وزارت دوره کې د عامې ورغتیا وزارت ډیر پرمختګ کړی وو او ډېر روغتیایي مرکزونه نه یوازې په مرکز کې بلکې په نورو ولایتو کې هم جوړ شول.
اغلې نورزۍ دمور او ماشوم روغتیا ته ډېر پام کوو چې په ولایت او مرکز کې ډیر کورسونه او معلوماتي مرکزونه پرانیستل د بیلګې په ډول: د ماشومانو روغتون، د سترګو مرکز، سل بستر روغتون او داسې نور کلینیکونه برابره کړل.
اغلې نورزۍ واده نه وو کړی له کوچنۍ خور او مور سره اوسیده، او د ژوند تر پاي په افغانستان کې د پخپلو وطنوالو په خدمت کې پاتې شوه. دا د عالي شخصیت، مهربانه او په وطن میینه میرمن په کابل کې د ۵۴ په عمر وفات شوه.

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    خدای ج. دې آغلې نورزۍ کبرا وبښي. او جنتونه ې ځای شي.د خدای رضا به وه ؛ ډیر لږ عمر ې کړی و.
    دغې ته وايي خدمت او د ولس په چوپړ کې اوسیدل او دردونو ته دوا کیدل!
    زما په فکر ، د افغانستان پخوانی او معاصر تاریخ له داسې پوهو، هوښیارو، زیار ایستونکو او قهرمانو ښځمنو او میرمنو ډک دی.
    آغلې لیمه جانې مصور هم ډیره ښه بیوګرافي د وزیره صاحبې نورزۍ لیکلې ده .آفرین او د وطن د ټولو خویندو میندو او … د ژرترژره د پوهنو او علومو په معاصر زیور د خایسته کیدو په هیلو دعاوو .آمین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب