Homeخبرونهکابل کې د یوه ماشوم د ژغورلو عملیات؛ ۲ تورن تښتونکي وژل...

کابل کې د یوه ماشوم د ژغورلو عملیات؛ ۲ تورن تښتونکي وژل شوي

تاند (یکشنبه، د حوت ۱۲ مه) د طالبانو د کورنیو چارو وزارت منسوبینو، د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د یوه ماشوم د ژغورلو او په دې لړ کې د عملیاتو پر مهال د ۲ تورنو تښتونکو د وژل کېدو خبر ورکړی.

 د طالبانو کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامه کې ویلي، عبدالفهیم نومی ماشوم، چې څوارلس ورځې وړاندې د يوولسمې حوزې له مربوطاتو تښتول شوی و، د خلاصون په بدل کې یې له کورنۍ څخه د اته سوه زره امریکایي ډالرو غوښتنه شوې وه.

سرچینه زیاتوي، چې د دوی ځواکونو نن دغه ماشوم د تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.

د اعلامیې له مخې، د یادو عملیاتو پر مهال نښته رامنځته شوې، چې په پایله کې یې دوه تنه انسان تښتوونکي وژل شوي دي.

طالبانو د تورنو انسان تښتونکو د هویت او نورو جزییاتو په تړاو څه نه دي ویلي.

په وروستیو کې له بېلابېلو ولایتونو څخه د ماشومانو د تښتونې ورته راپورونه ورکول کیږي، خو طالبان یې د بېرته خلاصون خبر ورکوي.

1 COMMENT

  1. که رشتا هم وژل سوی کسان همهغه تښتوونکی وی نو د شکران او خوښی او منلو او حتی ستائنی وړ خبره ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...