جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهپه نوروزي سیالیو کې د ګډون لپاره تاجکستان ته د افغان لوبډلې...

په نوروزي سیالیو کې د ګډون لپاره تاجکستان ته د افغان لوبډلې سفر

تاند (چار شنبه، د حوت ۱۶ مه) د افغانستان د غېږ نیونې ملي لوبډلې غړو د تاجکستان په نوروزي سیالیو کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته سفر پيل کړ.

تمه ده، چې افغان لوبغاړي به د یاد شوي هېواد په نوروزي سیالیو کې برخه واخلي.

په یادو سیالیو کې د ۴۰ هېوادونو لوبغاړي برخه اخلي.

له افغانستان څخه دغو سیالیو ته ۱۲ لوبغاړي او د دوی روزونکی ورغلي.

یادې سیالۍ به د حوت میاشتې له شپاړسمې تر نولسمې نېټې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه ښار کې ترسره شي.

مخکې د نوروز په مناسبت افغانستان خپله هم د بېلابېلو ورزشونو سیالۍ ترسره کولې، خو د طالبانو له بیا واکمنیدو سره د نوروز پر نمانځنې بندیز لګول شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب