یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد غزني په یوه ترافیکي پېښه کې ۸ تنه مړه او ۳۰...

د غزني په یوه ترافیکي پېښه کې ۸ تنه مړه او ۳۰ نور ټپیان شوي

تاند (چار شنبه، د حوت ۱۶ مه) د غزني لپاره د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت په اندړو ولسوالۍ کې تېره شپه په یوه ترافیکي پېښه کې اته تنه مړه شوي دي.

په غزني کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې پېښه د اندړو ولسوالۍ په ناني سیمه کې هغه مهال وشوه چې یو ۴۰۴ ډوله مسافروړونکي بس د کابل کندهار پر لویه لاره له یوه باروړنکی مازدا سره ټکر وکړ.

په بیان کې راغلي دي چې په پېښه کې ۳۰ کسان هم ټپیان شوي چې د ځینو یې حالت نازک بلل شوی.

ویل شوي چې دواړه موټر له غزني څخه د کابل پر لور د حرکت په حال کې وو.

د طالبانو د حکومت د ترافیکو عمومي ریاست نژدې دوه اونۍ مخکې وویل چې په تېرو لسو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمه کې په ترافیکي پېښو کې ۱۶۰۰ کسان مړه شوي او تر ۴ زرو زیات نور ټپیان دي.

د کندهار- کابل لویه لاره له ډېرو کلونو راهیسې د افغانستان له تر ټولو مرګونو لارو څخه ده چې ترافیکي پېښې پکې ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب