پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهد هېواد په ختیځ کې د کلدارو د چلښت او ډالرو د...

د هېواد په ختیځ کې د کلدارو د چلښت او ډالرو د قاچاق د مخنیوي هڅې

تاند (چار شنبه، د حوت ۱۶ مه) د افغانستان بانک لپاره د طالبانو د رژیم د سرپرست هدايت الله بدري او د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان د واليانو، امنيتي مسئولينو او ښاروالانو ترمنځ ګډه ناسته کې د نورو مسایلو تر څنګ د کلدارو د چلښت او پاکستان ته د ډالرو د قاچاق د مخنیوي په اړه خبرې شوي.

افغانستان بانک په یوه اعلامیه کې ویلي، د دې ناستې د ترسره کولو موخه، په هېواد کې د مالي سکتور پیاوړتیا، د اسلامي بانکوالۍ پراختیا، د افغانۍ ترویج او خلکو ته د مالي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د  ادارو ترمنځ د ګډو هڅو او همکاریو روحیې رامنځته کول وو.

د افغانستان بانک سرپرست، د ختیځ زون له واليانو او د یادو ولایتونو له امنیتي مسئولینو څخه غوښتي چې په خپل وار د ملي پروسو په ځانګړي ډول د افغانۍ د ترویج په برخه کې خلکو ته د پوهاوي ورکولو او د ولس ملاتړ په ترلاسه کولو کې هڅې وکړي او یاد بانک ته د همکارۍ لاس ورکړي.

بدري همدارنګه، له هېواده بهر ته د ډالرو د قاچاقو پر مخنیوي ټینګار کړی او په دې برخه کې یې د اړوندو ادارو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تر پخوا په ختیځ کې د کلدارو د چلښت د مخنیوي او پاکستان ته د ډالرو د قاچاق کمیدو خبرونه زیات شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب