Homeخبرونهد پاکستان پوځ ادعا کوي چې په وزیرستان کې يې خپل ۱۰...

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په وزیرستان کې يې خپل ۱۰ مخالفان وژلي

تاند (شنبه، د حوت ۱۹ مه) د پاکستان پوځ ته نژدې رسنۍ ادعا کوي چې امنیتي ځواکونو یې د خیبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې له وسله والو مخالفانو سره په دوو نښتو کې ۱۰ تنه وژلي دي.

دغو رسنیو د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د دفتر د خبرپاڼې پر اساس ویلي چې پوځ د جمعې په ورځ د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې ۴ وسله وال مخالفان ووژل او د دغو عملیاتو په تعقیب کې یې څلور نور هم ووژل.

دغو رسنیو د دوو نورو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

پاکستاني رسنیو د پوځ د ادعاوو په اړه د وسله والو مخالفانو غبرګون ته اشاره نه ده کړې.

پاکستاني رسنیو بې له دې چې په وزیرستان کې د پوځ د وسله والو مخالفانو د وژل کېدو او له افغانستان سره د هغو د ارتباط یادونه وکړي یا تور پورې کړي چې هغوی له افغانستانه راغلي و، یو وار بیا ویلي چې پاکستان په ځلونو د طالبانو له حکومته غوښتي چې د پاکستان مخالفو وسله والو ډلو ته پناه ورنه کړي او له خپلې خاورې څخه یې وباسي.

د طالبانو حکومت په ځلونو دا ډول تورونه رد کړي او ویلي چې هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي.

1 COMMENT

  1. پاکستان څلویښت کاله د کابل حکومتونو مخالفو ته په ښکاره پناه ورکوله او د وران کاری ترنګونه یې د خپل تور لینګیو جنرالانو په واسته ورکول تر څو کابل وران کړې او همداسې وکړل مګر اوس په افغانستان کښې نه د پاکستان پاکستان ضد د ورانکاری کمپونه شته او نه څوک د پاکستان مخالفان په افغانستان کښې وینې دا دپنجابی تور لینګیو ادعا ګانی هسې بی هوده خبری دې د دیورند خط بل خوا ټول ځایې خلک دې چې پنجابې نه منې او مقابل کښۍ یې جنګیژی افغانستان ته دا ضرورت نه لیدل کښی چې پاکستان غوند خپل مملکت د امریکا او اسرایلو په اشاره د ترورستانو ځاله جوړه کړې الله دې د وزیرستان او بلوچستان خلکوته همت ورکړې چی تور لینګې لکه سپې له خپل ټاټوبی وځغلویې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...