یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهسهیل شاهین: حکومت نه پریږدي چې خوشې شوي طالب بندیان په کور...

سهیل شاهین: حکومت نه پریږدي چې خوشې شوي طالب بندیان په کور کیني

تاند (یکشنبه، د اسد ۵) طالبان وايي افغان حکومت پر هغو طالبانو چې تازه له بنده ازاد شوي چاپې وهي او کمینونه ورته نیسي.

د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي ټولو هغو بندیانو ته چې د حکومت له بنده ازاد شوي لارښوونه کړې چې په کورونو کې پاتې شي او د جګړې ډګر ته ستانه نه شي.

د شاهین په وینا د افغانستان حکومت استخباراتي اداره پر دوی چاپې وهي کمینونه ورته نیسي او نه پرېږدي چې په کور پاتې شي.

د نوموړي په خبره دا هر څه د سولې په لار کې د خنډ جوړولو او د سولې پروسه له خطر سره مخامخ کولو په مانا ده.

دغه راز هغه وايي د داسې کارونو سره کول بد عواقب لري چې مسؤلیت به یې د حکومت په غاړه وي.

په ورته مهال د ولسمشرۍ ماڼۍ هم د جګړې ډګر ته د خوشې شویو طالب بندیانو په اړه انېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دوی تمه درلوده د بندیانو په خوشې کیدو سره به تاوتریخوالی کم شي او له زندانونو خوشې شوي طالبان به د جګړې ډګر ته نه ستنیږي.

https://taand.net/%d8%af-%d9%88%d9%84%d8%b3%d9%85%d8%b4%d8%b1%db%8d-%d9%85%d8%a7%da%bc%db%8d-%d8%af-%d8%ac%da%ab%da%93%db%90-%da%89%da%ab%d8%b1%d9%88%d9%86%d9%88-%d8%aa%d9%87-%d8%af-%d8%a7%d8%b2%d8%a7%d8%af-%d8%b4/

تر دې وړاندې د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي وو چې خوشې شوي طالب بندیان بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شوي دي او ان ځیني یې له افغان پوځیانو سره په نښتو کې وژل هم شوي دي.

حکومت ډېر کله په طالبانو او طالبان بیا په حکومت تور پورې کوي چې د سولې پروسې په وړاندې خنډونه جوړوي او نه پریږدي چې دغه پروسه په سمه توګه مخته لاړه شي او روان تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب