Homeخبرونهطالبانو په هلمند کې په افغان ځواکونو موټربم بریدونه کړي

طالبانو په هلمند کې په افغان ځواکونو موټربم بریدونه کړي

تاند (یکشنبه، د اسد ۵) طالبانو د کندهار – هلمند په لویه لاره په نهر سراج ولسوالۍ کې د افغان ځوکونو په پوستو دوه موټر بم بریدونه کړي دي او تلفات یې اړولي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک پېښه تایید کړې ده.

د ځواک په خبره طالبانو تېره شپه د هلمند- کندهار لویې لارې په امنتیي پوستو موټربم بریدونه کړي دي چې دوه افغان سرتېري پکې وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

طالبانو څو ورځې وړاندې د همدې لارې په اوږدو کې په افغان ځواکونو موټربم او وسله وال برید کړی و، چې افغان سرتېرو ته یې په کې مرګژوبله اړولې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...