یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهد ولسمشرۍ ماڼۍ د جګړې ډګرونو ته د ازاد شوي طالبانو ستنیدو...

د ولسمشرۍ ماڼۍ د جګړې ډګرونو ته د ازاد شوي طالبانو ستنیدو په اړه اندیښنه لري

تاند(یکشنبه، د اسد ۵) د افغانستان د ولسمشر د ویاند مرستیال د جګړې ډګرونو ته د ازاد شوي طالبانو بیرته ستنیدو په اړه اندیښنه څرګنده کړېده.

د ولسمشرۍ د ویاند مرستیال دواخان مینه پال رسنیو ته پرون وویل چې حکومت تمه لري چې د بندیانو په خوشې کیدو سره به تاوتریخوالی کم شي او له زندانونو خوشې شوي طالبان به د جګړې ډګر ته نه ستنیږي.

دواخان مینه پال وویل. “چې د حکومت تمې پوره نه شوې ، او دا د خلکو او د افغانستان حکومت لپاره د منلو وړ نده.”

د فبروري په ۱۹مه ، په قطر کې د متحده ایالاتو د پلاوي او د طالبانو د سیاسي نمایندګانو ترمنځ تړون لاسلیک شو.

طالبانو د افغان حکومت سره د خبرو پیل د ۵۰۰۰ بندیانو په خوشې کیدو پورې تړلي دي.

د باخبره سرچینو په وینا تر دې دمه له ۴۲۰۰څخه ډیر طالب بندیان د دولتي زندانونو څخه خوشې شوي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تیره اوونۍ کې ټویټ وکړ چې دوی چمتو دي له لوی اختر وروسته د حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي، په دې شرط چې حکومت د لوی اختر له لارې ټول طالب بندیان خوشې کړي.

د هغه په وینا، طالبان به دولتي بندیان هم خوشې کړي.

خو د هغه له ټویټ یو ساعت وروسته، د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند، جاوید فیصل اعلان وکړ چې له زندان څخه خوشې شوي طالبانو ژمنه کړې چې د جګړې ډګر ته به نه راستنیږي، خو اوس بیا یو شمیر یې په جګړه کې ښکېل دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو تیره اونۍ د بندیانو عکسونه خپاره کړل، او ادعا کوي چې دا هغه طالبان وو چې د حکومتي زندانونو څخه خوشې شوي او د جګړې ډګر ته راستانه شوي دي.

څو ورځې وړاندې یوناما په یوه اعلامیه کې وویل چې ځینې ډلژ نه غواړي په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي او د سولې پروسې ګډوډولو لپاره له وسلو څخه کار اخلي.

د یوناما په وینا، دوی به خپل هدف ترلاسه نکړي. مګر یوناما بیان ندی مشخص کړی چې کوم افراد او ګوندونه د سولې پروسې ته د زیان رسولو لپاره کار کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب