دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهکابل کې د ایران سفارت: د هغو خبرو ملاتړ کوو چې د...

کابل کې د ایران سفارت: د هغو خبرو ملاتړ کوو چې د افغانانو په مشرۍ تر سره کېږي

تاند (یکشنبه، د اسد ۵) ایران د امریکا د هغو څرګندونو په ځواب چې د افغانستان سولې ته ژمن نه دی ویلي امریکا دې په دقیقه توګه هر څه وارزوي او دوی د افغانستان سولې ته پوره ژمنتیا لري.

په کابل کې د ایران سفارت وايي دوی د سولې د هغو خبرو ملاتړ کوي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت تر سره کېږي.

سرچینه زیاتوي تل یې د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ او همکاري کړې ده او ددې غوښتونکي دي چې په افغانستان کې روانه جګړه ختمه شي او تلپاتې سوله راشي.

سفارت دغه راز په امریکا نیوکه کې چې مخکې له پوهېدو یې څرګندونې کړي دي.

ایران وروسته تر هغه دغه څرګندونې کړي چې تېره ورځ د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وویل ایران د افغانستان د سولې له پروسې سره همکاري نه کوي خو که تهران وغواړي تیار دي په دې موضوع ورسره خبرې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب