یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeخبرونهد طالبانو ویاند او ټیم یې د ملا هبت الله په امر...

د طالبانو ویاند او ټیم یې د ملا هبت الله په امر کندهار ته ولېږدیدل

تاند:( چار شنبه ، د حمل ۲۳ )  د طالبانو عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد له یوه کاري ټیم سره یې کندهار ته رسیدلی، څو هلته د ملا هبت الله اخندزاده د فرمانونو د خبري پوښښ لپاره نوې سپارل شوې دندې سمبال کړي.

مجاهد د سې شنبې پر ورځ د کندهار لپاره د طالبانو مرستیال والي ملا حیات الله مبارک سره لیدلي او د چارو د سمبالښت په اړه یې خبرې ورسره کړي دي.

هغه دغه راز د خپل مطبوعاتي ټیم مهم غړی مولوي انعام الله سمنګانی د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ د نوي رئیس په توګه معرفي کړی.

ذبیح الله مجاهد څو ورځې مخکې ومنله، چې کندهار ته د خپل نا لیدل شوي مشر ملا هبت الله اخندزاده په امر ورځي، څو خپلې چارې هغلته مخته یوسي.

د مجاهد یوه برخه همکاران په کابل کې پاتیږي.

دغه بدلون ته د ځینو څارونکو تبصره دا ده، چې ملا هبت الله پر واک خپلې منګولې نورې هم ښخوي او غواړي کابل مېشتي طالبان بې واکه او کندهار د واک په اصلي مرکز بدل کړي.

6 COMMENTS

  1. سخته بې شرمه اداره ده. يو يې چې په ارګ ورننوتی په کال کې يوه نيمه غږيزه وينا خپره کړي او بل يې چې په کندهار کې پټ دی، معلومه نه ده چې د پردې تر شا يې څوک اداره کوي؟
    د بي بي سي د يو خبر له مخې خو د مشر ملا صاحب دا حال وو چې،https://www.bbc.com/urdu/columns/2010/11/101112_hanif_mullah_general_aw

    نو د اوسني بوتل خان به يې څه حال وي؟

  2. مطلب دا څرګنده شوه، چې د افغانستان سرښار او دارالخلافه اوس عملا کابل نه، بلکې کندهار دی، او د طالبانو ناڅرګند امیرالطالبان اوس ټول واک غواړي په خپل انحصار او کنټرول کې راولي، او یو ډول کندهار کې ځان ته هر څه عیار کړي.
    نو دلته د وزارتونو به راتلونکی څنګه وي؟
    او هغه د ملا یعقوب صیب، ملا برادر او حقاني صیب دوی کودتاه لکه چې پاتې شوه، ځکه چې د ولس دغو مشرانو ته یوه هیله وه، چې دوی به عملا یوه سپینه او نرمه کودتاه ترسره کړي، امیرالطالبان الافراطیه به څنډې ته کړي، او پخپلو کې به یو نرم الدریځه مشر غوره کړي، او افغانستان به عملا د راتلونکي طوفان څخه وژغوري، ځکه چې افراطیت د دې ډلې برخلیک د تیر هغې په لور ورنیغ کړی دی.
    دا واقعا د تیرو شلو کلونو د طالبانو د ځانمرګو شهیدانو، سختۍ ګاللو مجاهدینو او سنګرځپلو او جنګ ستړي کړو طالب جنګیالیو لپاره بدبختۍ زیږونکې ده چې امیرصیب کندهار کې ځان چیله کړی دی، او په افغانستان کې یې څنډې ته ځان له یو بل افغانستان جوړ کړی دی، دا نور هیواد او ولس به همداسې غلی وي.

  3. هلته په کندهار کې پټ امرونه پاکستاني جنرالان isi ورکوي ملا خر کوس الله مردار شوی دی او نشته!

  4. دا ښه خبره ده چې سخنګوی او سمنګانی کندهار هم ووینی . د ده به یاد وی چی کله دوی په ۲۰۰۰کال کی پاکستان ته وتښتیدل په کندهار او کابل او هیڅ ولایت کی نه برق و نه اوبه وی نه پوخ سړک و نه مجهز دفترونه نه شفاخانه، نه پوهنتون، نه راډیو ، نه عکاسخانی، نه کلنیک ، نه کتابتون…. اوس خو مکمل نظام، مجهز دفترونه، قرطاسیه، بانکونه، ګمرکونه… لنډه داچی یو آباد افغانستان دوی ته پاتی شو، دوی باید د افغان ملت له تیرو شلو کلونو زحمتونو څخه ډیر منندوی وي، دوی وژل، دوی ورانول، دوی لوټل خو ملت ابادول . اوس دوی ته شرم دی چی د زرګونو شهیدانو په لاس جوړ شوی جوماتونه، سرکونه، روغتونونه، ولسوالی او لنډه داچی آباد افغانستان ورته پاتی شو دوی دی باید له خپلو جنایتونو پښیمانی څرګنده او توبه دی وباسی. سخنګوی او سمنګانی باید کندهار ته په رسیدو د توبی او پښیمانی په څرګندلو خپل کار شروع کړی، د دوی به څه کار وی؟ خود پنجاب په اشاره اوتی بوتی غږوی.

  5. هغه د پارسیوانو خبره دلم بایسکلم که در خامه میرانم یا در پخته.
    د طالبانو خپل زړه سبا شاید ګرزنده پلازمینه جوړه کړی د چا پرې څه.

    • طالب جانه له چړي څخه طالب شوې دشرم پرده د نشته اوس هر چاته پروت یې ! ا طالب څوک دی ؟ طالب ستا په خبره اشغالګر دی چې افغانی ، میراثي او بین المللي قوانین نه مني او لکه د پادې شین خر یوې خوا او بلې خواته منډې وهي او متمرکز ندی ، هر ملک کلتور ، عنعنات لري پایتخت پلاز مینه يو عنعنوي ، کاري ، اقتصادي او کلتوري مرکز وي ! ته ورشه اول د isi له جنرالانو سوال وکړه چې اسلام اباد هم پورتال پایتخت کیدای شي ؟ اوکه يوازې د طالبی اشغالګرو مرکز !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب