دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهمالیې وزارت: د متقاعدینو معاشونه تېرکال ملا هبت الله ورنه کړل، سږ...

مالیې وزارت: د متقاعدینو معاشونه تېرکال ملا هبت الله ورنه کړل، سږ کال به یې ورکړي

تاند:( چار شنبه ، د حمل ۲۳ )  د طالبانو د  ماليې وزارت واکمنان وایي، چې تېر کال يې متقاعدينو ته ۴ میلیارده افغانۍ بودیجه پیشنهاد کړې وه، خو د دوی نا لیدل شوي عمومي مشر ملا هبت الله نه وه منظور کړې.

د دغه وزارت د خزانو لپاره د طالبانو عمومي رئيس نصرت الله محمود د طالبانو تر واک لاندې هېواد ورځپاڼې ته ويلي: ((سره له دې چې تېر کال څلور ميليارده افغانۍ ورته په بودجه کې په پام کې نيول شوی، د دوی بودجه د تېر کال په اخر کې د مشرتابه دفتر ته تللې وه چې پاس نه شوه. د دوی د تېر کال بودجه به په لنډ وخت کې منظوره شي او سږکال ورته ډېره زياته بودجه په پام کې نيول شوې، چې هم به ورته د تېر کال او هم به ورته د سږکال حق ورکړل شي.))

په ورته مهال د متقاعدينو د ټولنې مشر افندي سنګر وايي، پر دې خبرې به د دوی باور هغه وخت وشي چې ماليې وزارت د متقاعدينو د حقونو په اړه عملي اقدام وکړي.

نوموړی وایي:((دوی غواړي چې د ټولو متقاعدينو معاشات يو شان وټاکي، خو دا موږ ته د منلو وړ نه ده ځکه هر يو جلا جلا رتبې لري،چې له ځينو کسانو د مياشتې دوه زره او له ځينو نورو څخه څلور زره افغان له معاشونو ګرځول کېږي.))

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د مالیې وزارت د تېر کال په رسنیزه شوې بودیجه کې د ملا هبت الله د دفتر لپاره ۴ میلیارده افغانۍ لګښتونه په نظر کې نیول شوي وو.

هبت الله، پر دې سربېره تورن دی چې د مالیې وزارت د ګمرکونو د عوایدو نیږدې نیمایي برخه یانې ۶۰ میلیارده افغانۍ یې په کندهار کې ځانته د یوه نا اعلان شوي قومي لښکر په جوړولو لګولي.

طالبانو، د دغې ادعا له بیا- بیا مطرح کیدو سره په دې اړه خلکو ته کوم وضاحت نه دی ورکړی.

4 COMMENTS

  1. ای دړندې چرګې زامنو !
    ملا هیب الله نشته دا کار خو لویه بی منطقي ، جهالت د افغانستان د قواؤ تقسیم دی چې isi یې مخته بیا یې ! دا سنګوریان خو امریکایان هم جوړ کړې وو او اوس د امریکې په ځای پاکستان دا کار کوي ! هر افغان د ددې خنځیر الله په دا سې احمقانه او دوښمنانه کارونو خپل غږ پورته کړي او له طالبانو وغواړي چې هیبت الله چیرې دی ؟ تر چې مخامخ سوال او ځواب ور سره وشی ! طالبان پاکستان منافق په خوټو کلک تړلي او حرکت نشي کولی ! اولس د له طالبي عساکرو سره په تماس کې شی ترڅو چې خپل درد ورسره شریک کړي او تر څو چې د جعلي مخ پټ امیرالشیاطين په هکله حقیقتونه ورته بر منډ شي !! هیبت الله یو فزیکی نا شتونې کیتله دی چې د افغان اولس سره ظلم کوي او د ژوند حقونه یې تر پښو لاندې کوي یو افغان دوښمنه اتریبوت دی چې نه یې سر د سړي ده او نه یې کونه ! هغه نشته مردار شوی دی او ټول کار د isi دی او د cia په ګډون ! بیدار اوسۍ زمریانو !!

  2. ای دړندې چرګې زامنو !

    • تسي دا شل کاله په دغه منطق حکومت وکړی
      افسوس ستاپرحال.
      ړنګ په نامه شخص هم ستاغوندي پروفیسر دی چي زه طالب سم قسمده که یوه روفي درکم هغه اوس هم سم خلګ دي.

  3. د دی خرکُس غله لاس باید پرې شی دا خو واضحه غلا ده د بیچاره متقاعدینو. د هیبت الله د کور وران شی کوم هیبت الله؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب