پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهمولانا فضل الرحمن: پاکستان کې د شرابو تولید د اسلام خلاف عمل...

مولانا فضل الرحمن: پاکستان کې د شرابو تولید د اسلام خلاف عمل نه دی

تاند (پنجشنبه د حمل ۱۲) وروسته له دې چې د پاکستان حکومت کراچۍ ښار ته څېرمه حب نومي سیمه کې د شرابو تولیدولو یوې چینايي فابریکې ته د کار کولو جواز ورکړ، دې چارې د افغانانو پراخ غبرګونونه راپارولي دي، خو پاکستاني عالمان وايي، په دغه هېواد کې د شرابو تولید د اسلام خلاف عمل نه دی.

د راپورونو له مخې دا اوس په دغه سيمه کې د شرابو دويمه لويه فابريکه ده چې کار پيلوي، خو ویل کېږي چې پاکستانيانو ورته ویلي چې جوړ شوي شراب به له پاکستانه د باندې نه خرڅوي.

د پاکستان ګمرکونو ادارې ویلي، د دغه هېواد بیا رغنیزو چارو کې د چینایانو شمېر په ډېرېدو دی او د دوی اړتیا پوره کولو لپاره دا کارخانه جوړه شوې، خو د اوس لپاره به بهر ته نه صادرېږي.

د پاکستان په حب سیمه کې د شرابو دويمې فابريکې کار پيل کړ

د شرابو د تولید د دغې کارخونې په پرانستلو سره ګڼ شمیر افغانانو غبرګون ښودلی دی.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مشر عبدالکریم خرم ویلي چې په افغانستان کې جهاد دی، حجاب لرونکې واکسیناتورانې قتل کیږي او پلونه نړول کیږي، خو په پاکستان کې بیا د شرابو کارخانه جوړیږي.

نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي، « په افغانستان کې ۱۵۰۰۰۰ غیر مسلمان عسکر موجود وو خو د الکولو مصرف ته یې د شرابو فابریکه جوړه نشوه، پاکستان کې گواکي ۳۰۰۰۰ چینایي کارگرانو ته د شرابو فابریکه جوړه شوه. مگر دلته جهاد دی، حجاب لروونکې واکسیناتورانې قتل کیږي او پُلونه نړ‌ول کیږي.»

د پښتنه نثار په نوم یوې افغان مېرمنې له افغان عالمانو غوښتي چې د جمعې په خطبه کې په پاکستان کې د اسلام خلاف کړنو په هکله خپل غږ اوچت کړي.

مېرمن نثار زیاته کړې، «دا جمعه باید زمونږ ټول واقعي علماء خطبه کې د مقدس دین په دفاع خپل غږ وچت کړئ او پاکستان کې روان غیر اسلامي او غیر شرعي کارونه مخالفت وکړئ. هماغسې چې پاکستاني علما مونږ ته امارت او خلافت غواړي دوې هم حین غوښتنه پاکستان لپاره وکړي.»

د جان آغا بهار په نوم د ټولنیزو رسنیو یوه فعال د پاکستان دا کړنه په ډېرو سختو ټکو غندلې او ویلي یې دي چې پاکستان تل اسلامي نړۍ ته ځان د “اسلام قلعه” په نوم ور پېژندلی، خو په خبره یې چې په دغه هېواد کې تل د اسلامي احکامو خلاف کړنې ترسره کېږي.

نوموړي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، «هماغه پاکستان کې چې دا له څلورو لسیزو زیاته موده کې زمونږ د افغانانو د وژلو ډول ــ ډول فتوې رالیږي. هماغه پاکستان کې چې د جهاد په فتوی یې زمونږ هغه خویندې هم شهیدانیږي چې زمونږ د راتلوونکو نسلونو د سالمې روغتیا او ټولنې ته د سالم ماشوم د وړاندې کولو لپاره کور په کور، کلي په کلي ګرځي، دروازې ټکوي او ماشومانو ته واکسین کوي. هماغه پاکستان کې چې ښوونځي ته د افغان ماشومې ورتګ کفر ګڼي، په مخ یې تیزاب ورشیندل جایز ګڼي؛ خو خپل ملک کې زرګونه رسمي او غیرې رسمي رنډۍ خانې او فحشاء خانې لري. نیمایي عواید یې همدا جوړوي. هماغه پاکستان چې د جوماتونو معادل کلیساګانې هم په کې شته. هماغه پاکستان چې زمونږ د وطن، ښوونځی، پوهنتون، سړک، پارک، ښار او نور عامه تاسیسات د کفر د خپراوي مراکز بولي.»

ورته مهال د پاکستان د دیني عالمانو شورا مشر مولانا فضل الرحمن په دې هکله ناسته کړې او ویلي یې دي چې پاکستان کې د چینایانو له خوا د شرابو تولید د اسلام خلاف عمل نه دی او د دوی عقیدې ته زیان نه رسوي.

2 COMMENTS

  1. پاکستانی ملایان د مځکې پر مخ د ابلیس او شیطان اولاده او نمایندګان دي. دوی ته هر څه حلال دی. ۱۶ کلنو ماشومانو سره واده، هلکان ساتل، شراب چښل، له فواحشو سره ګډېدل او ویدوګانی جوړول، په چینایانو د ښځو پلورل، انسان وژنه، خیانت، درواغ، شیطانت، له الهی او مدنی احکامو او اصولو سرغړونه او داسې په رز هاو نور فجیع کارونه. کله چې ددوی ګټې وې هلته نه خدای شته، نه قران، نه رسول او نه هم احاديث. ولې افغان وژنې ته ددوی هر عمل جایز او روا دی. اوس که ملا برادر او نور ورونه یې انسان وي، په خبره پوه وي یا یې یوه ورځ د خدای په حکم عمل کړی وي باید پوه شي چه خبره چېرې او په څه کې ده. هغه ملا ثابت د ای اس ای نماینده چې هره ورځ یې دلته کامنتونه ليکل چېرې دی چې خپل د هېواد د تکړه په نامه اسلامی عالم ددې فتوا په هکله یو څه وليکی. په شرم هغه پوهېږي چې خپله شرم او حیا ولري. لعنت دې ستاسو په مسلمانی او انسانیت وي.

  2. د ملادیزل ملافضلو په شان پنجابي ملایانو ته غني خان غني داسې ویلي دي

    ماته د جنت کیسې
    ځان ته د دنیا حساب
    دا دی عجیبه انصاف
    دا دی عجیبه کتاب
    زه په مستي سور کافر
    ته په هوس سپین ملا
    ماته په فتوا عذاب
    تاته په دوکه ثـواب
    ای د عدالت ربه
    دا لوبه خو ورانه که
    مونږه انسانانو ته
    نوې لار ودانه که
    نور که څه کوې کنه
    خلاص مو د ملا نه که

    غني خان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب