Homeمقالېنادان او احساساتي مخلوق

نادان او احساساتي مخلوق

عزیزالله عزیز
فکري بلوغ د انسان لپاره ډير مهم دی!
هره ټولنه کې لوستي کسان هڅه کوي ، چې نورو ته لارښوونه وکړي ، د اصلاح لپاره هرچاته مشوره ورکول ، نیوکه کول یا ورته وړاندېز کول یوه مهمه چاره ده ، خو باید هرڅه ته ډیر فکر وکړو!
چې څه وایو !؟
چاته یې وایو ؟
ایا که په همدې الفاظو ماته یو څه وویل شي، نو زما ضمیر به دا ومني!؟
زه څومره حوصله لرم ، یا باید په کومو ټکو مخاطب ته لارښوونه وکړم ؟
د نیوکې لپاره د داسې لفظونو په لټه کې شئ ، چې د مخاطب زړه مات نشي او نه احساساتي شي!
هیڅکله جدیت او احساساتي چلند مه کوئ!
هغوي ، چې دعصب ته لمن وهي ، نو په لیکنه یې له هر ډول تصبرې تیر شئ ، ترڅو خپله پوی شي ، چې چاته ورته ارزښت ورنکړ !
دلته ځیني اشخاص په لوی لاس په ناپوهۍ یا په قصدي ډول دې کار ته هڅول کیږي !
هغه دوستان ، چې د یو ادرس یا د یوې ټولنې په صفحاتو کې لیکنې کوي باید د خپلې ټولنې ، ارګان ، ادارې یا بنسټ په نماینده ګۍ داسي څه ولیکي ، چې د همغې ادارې یا بنسټ نظر وي ، نه دا چې شخصي نظر او خپل احساسات د ټولنې یا د یوې ادارې په نوم په نورو ورتحمیلوي …چې دا کار ډیر زیانونه لري …..
کله ، چې تاسې د یو مهم ادرس نه یو څه نشر کوئ ، نو فکر وکړئ ، چې ایا د دې ادرس نظر دی که زما شخصي نظر دی ؟
ایا د دې معلوماتو په وړاندې کولو به د خلکو احساسات او غبرګون څه وي!؟
ایا  ما د هغه ادرس ، چې زه یې نماینده ګي کوم سمه استازولي کړې که یواځې خپل نظر د دې ادرس په واسطه نورو ته رسوم؟
دغه کړنه ، چې زه یې تر سره کوم زما شخصیت ته څومره زیان یا ګټه رسوي ؟
لفظونه هر څوک لیکلی شي !
خو نادان مخلوق هغه دی ، چې یواځې د نقد ژبه یې تیره وي!
همیش وړو ، وړو نقطو پسې ټینګ نښتی وي !
د ټولنې د بهبود او پرمختګ لپاره یوه جمله هم نشي لیکلی ، خو د کرکې او نفرت لپاره بیا تر چا مخکې وي ….
هغوي ، چې کار کوي !
خدمت کوي !
د ولسونو مشري کوي !
مسولیت ادا کوي !
او د نورو وګړو نماینده ګي کوي ، باید ډیر مخلص او رښتني وي !
تل د نورو خبرو ته غږ شي ، هرچا ته د نظر ورکولو وخت ورکړي او همیشه د نورو نظریاتو ته احترام ولري ….
وخت نا وخت انسان سهوه کیږي ، موږ باید احساساتي چلند ونه کړو!
یو بل ته قناعت ورکول ، زغم او صبر د ویاړلو اشخاصو ځانګړنې دي !
د مشرانو په مخ کې سپین سترګي او شیطاني افکارو ته کار کول جهالت او ناداني ده !
په مستقیم او غیر مستقیم ډول نورو ته ګواښ کول هم د ډارنو او مفسدو اشخاصو ځانګړنه ده !
د ځان د اصلاح او د نورو د سمون لپاره ژور فکر ته اړتیا ده !
راځئ ، چې د خپل ضمیر په هنداره کې د خپلو کړنو ، فعالیتونو او مفکورو انځور ته وګورو ، چې کومې خوبیانې او کومې نیمګړتیاوي لري !؟
د نورو د زوال !
 بربادۍ !
 توهین !
او مجبوره کولو پر ځای د ځان اصلاح ، پرمختګ او د ټولنې د بریا لپاره خپله وړتیا پکار واچوه او د انسانیت له دایرې د وتلو هڅه هیڅکله هم مه کوه !
2021/4/29
ننګرهار ، د خپلواکو رسنیو ملاتړ اداره.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...