جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهسویډن کمېټه ښکلا ځدراڼ بېرته په دنده ګوماري

سویډن کمېټه ښکلا ځدراڼ بېرته په دنده ګوماري

تاند (پنجشنبه د حمل ۱۲) د افغانستان لپاره د سویډن کمېته وايي، د دې ادارې یوه افغان کارکوونکې ښکلا ځدراڼ بېرته په خپله دنده ګوماري.

سویډن کمېټې له هغه وروسته د ښکلا ځدراڼ دنده وځنډوله چې نوموړې په میدان وردګ ولایت کې د غیر مسؤله وسله والې ډلې د مشر علي پور او د هغه د وسله والو د وژنې غوښتنه وکړه.

ښکلا ځدراڼ دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې علیپور ویلي و، وسلوالو یې په بهسود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو یوه څرخکه غورځولې ده.

مېرمن ځدران هغه مهال چې علي پور د میدان وردګ په بهسود ولسوالۍ کې د افغان پوځ یوه څرخکه وویشته او د څلورو پیلوټانو په ګډون په کې ۹ افغان پوځیان ووژل شول، په خپل ټویټر لیکلي و چې علي پور او کسان یې باید ژر تر ژره ووژل شي، او په وینا یې چې علي پور ترهګر، باغي او د بهرنیو استخباراتو له خوا تمویلېږي.

د ښکلا ځدران تر دې ټویټ وروسته یو شمېر افغان ټویټر کارنو نیوکې وکړې او له سویډن کمېټې یې وغوښتل چې نوموړې له دندې لرې کړي.

یادې کمېټې د ښکلا ځدران دا خبرې شخصي وبللې او ویلي یې و چې د څېړنو تر پای ته رسېدو پورې د نوموړې دنده ځنډوي، خو په مقابل کې د ښکلا ځدران په ملاتړ هم په خواله رسنیو کې تبصرې پیل شوې.

اوس سویډن کمېټې په یوه بیانیه کې ویلي، له ښکلا ځدراڼ سره هوکړه شوې چې نوموړې به په سملاسي توګه په نوې دنده ګمارل کېږي چې د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د ماموریت د ترلاسه کولو لپاره په نوي پوست کې خدمت وکړي.

سویډڼ کمېټې د ښکلا ځدران له خولې ویلي، «زما ټویټ د دوامداره او بې مفهومه تاوتریخوالي په اړه د غوسې او خواشیني د څرګندولو له امله و. ما د دې مسلې اړوند د سویډن کمیټې سره بحث کړی او غواړم تایید یې کړم چې زه د سویډن کمیټې اساسي ارزښتونو سره پوره همغږې یم. زه د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې له لرلید بشپړ ملاتړ کوم او هغه دا چې د داسې افغانستان لپاره کار وشي چې بشري حقونو ته درناوی کیږي او ټول وګړي له با عزته ژوند برخمن او له مساوي فرصت او ټولنیز عدالت خوند اخلي.»

ښکلا ځدران هم په خپل ټوېټر د سوېډن کمېټې له مشرتابه مننه کړې چې ددې په حق کې یې “عادلانه” پرېکړه وکړه.

ښکلا ځدران په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو استازې او په اصل کې د خوست ولایت او کابل کې لویه شوې ده چې په بېلابېلو ادارو کې یې د حقونو او جندر برخه کې دنده ترسره کړي او له سوېډن کمېټې سره هم د عدالت غوښتنې برخه کې کار کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب