جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د اونۍ جالب خبرونه!!

د اونۍ جالب خبرونه!!

هانګ کانګ کې د ښځینه روباټ سندرې

راپورونه وایي، هانګ کانګ کې د یوې سندرغاړې او د نقاشۍ د یوې پیاوړې انځورګرې په څېره کې یو ښځینه روباټ جوړ شوی دی.

اوس په نړۍ کې د روباټ جوړولو لړۍ بېخي ګرمه او په چټکۍ سره روانه ده.

دا چاره اوس په لویو مغازو، هوټلونو او شرکتونو کې د انسانانو د کمولو او د ټولنیز واټن د را منځته کولو په موخه ترسره کېږي.

د راپورونو په حواله، دا ښځینه روباټ اوس نه یوازې یو خدمتګار دی، بلکې سندرې هم وايي.

د معلوماتو پر بنیاد، دې ښځینه روباټ ته همدې هنرمندې سندرې ثبت کړي او بیا دا سندرې یاد ښځینه روباټ داسې حالت کې وايي چې د “لبسېنګ” تر څنګ فزیکي حرکتونه هم ورسره کوي.

د معلوماتو له مخې، تر ټولو لا جالبه دا ده چې دې هنرمند یا نقاش روباټ په زړه پورې انځورګري هم تر سره کړې ده او دا انځورونه اوس د زیاتو پیسو په بدل کې خرڅلاو ته وړاندې شوي دي.

دا هنرمنده وایي؛ د دې روباټ لپاره یې د تېر ۲۰۱۶ کال راهیسې کار پیل کړی وو او اوس په دې وتوانېده، څو خپل هدف ته ورسېږي.

۴۸ کلنه مېرمن په خندوونکو وېډیوګانو پیسې ګټي

  

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي ایما مارټن له خپل بدن څخه په لوړ آواز سره د ګیس د خارجولو ویډیوګانې جوړوي او پیسې پرې لاسته راوړي، مارټن له ۱۹۹۹ کال څخه پر انټرنیټ ویډیوګانې پلوري، چې اوس په (اونلي فینز) پر نوم په یو پلیټ فارم هم اکونټ پرانیستی.

راپورونه وایي چې پر اونلي فینز خلک په میاشتني ډول درې نیم پونډه د نوموړې د ویډیوګانو د کتلو لپاره ورکوي.

پر اونلي فینز د مارټن د مینوالو شمېر په دومره اندازه ډېر شوی، چې په میاشتني ډول ورڅخه درې زره پونډه لاسته راوړي.

مارټن وایې چې داسې شیان خوري چې په بدن کې یې ګیس پیدا کوي، دغه راز ښه ځان مړوي، سلاد، ناک، مساله جات او نور خواړه خوري او خاوند یې هم په دې پوهېږي چې په څه ډول روپۍ لاسته راوړي، خو کورنۍ پرې نه ده خبره او په ویډیوګانې کې هم ځان نه ښکاروي.

په سکرټ څکلو د لور خپګان

شاهرو خان په ۲۰۱۱ کال د یوې غونډې یا مراسمو په ترڅ کې ویلي وو، چې لور یې سوهانا ترې یو ځل د سګریټ څکولو په سبب خپه شوې وه، چې دا خبره یې په زړه خښه ده او هر ځای یې کوي.

نوموړی زیاتوي چې دا ورته د شرم خبره ده چې په فلمونو کې خلکو ته لارښوونه کوي چې سګریټ مه څکوئ او په حقیقي ژوند کې خپله سګریټ څکوي.

شاهرو خان وایي چې دی رښتیا هم غواړي چې د سګریټ څکولو عادت پرېږدي، خو مناسب ورته نه مومي، ځکه چې نوموړی په دې باور دی چې دا کار وخت ته اړتیا لري.

غڼو هوسۍ هم ونه بخښله

د جنوبي افریقا په بوټسوانا کې غڼو د هوسۍ د ښکرونو ترمنځ د ځالې یا جال په جوړولو خلک له حیرانۍ سره کړي او تصویر یې په ټولنیزو رسنیو کې یو شور راپورته کړی دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې یوې انګلستانۍ میرمنې جیس ایسډن د جنوبي افریقا بوټسوانا ته په چکر تللې و او د خپل چکر په لړ کې یې د سفاري پارک څخه لېدنه هم وکړه، خو نوموړې هغه وخت له حیرانۍ سره مخ شوه، کله یې چې یوه داسې هوسۍ ولیده چې په ښکرونه کې جال، ځاله جوړه شوې ده.

ویل کېږي چې په لومړیو کې جیس ایسډن په دې نه پوهېده چې د هوسۍ د ښکرونو ترمنځ څه شی دی.

ایسډن وایي، کله یې چې موټر هوسۍ ته ور نږدې کړ، نو و یې لېدل چې په ښکرونو کې ورته غټو غڼو جال یا ځاله جوړه کړې، چې دغه جال نه یوازې د هوسۍ ښکرونه پوښلي بلکې مخ او پوزه یې هم ورڅخه پوښلې ده.

ایسډن زیاتوي چې هوسۍ د غڼو له جال څخه بالکل په عذاب نه وه او عادي ژوند یې کاوه.

١٩١ ځله د یوه فلم په کتلو د نړیوال رېکارډ جوړول

د امريکا يو اوسېدونکي يو فلم ١٩١ ځله په سينما کې کتلى دى چې په دې سره يې نړيوال ريکارډ جوړ کړى دى او په ګنيس بک اف ورلډ ريکارډ کې يې نوم هم ثبت شوى دى.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د ريميرو ايلانيس په نوم يو کس د (ايوينجرز: اينفينيټي وار) ١٩١ ځله کتلى دى چې د دې لپاره هغه هر ځل سينما ته تللى دى. ٣٣ کلن ريميرو د فلوريډا اوسېدونکى دى او د مارويل لړۍ ستر مينه وال دى.

څو ورځې وړاندې د ريکارډونو نړيوال کتاب (ګنيس بک اف ورلډ ريکارډ) د نوموړي نوم هم په خپل کتاب کې ثبت کړى دى او هغه ته يې سند هم ورکړى دى. نوموړى لومړنى کس شو چې يو فلم يې زيات ځلې په سينما کې کتلى دى.

د سترګو حرکتونه، بدني او رواني کیفیتونه بیانولی شي

سترګو ته د بدن کړکۍ ویل کېږي نو که چېرته د سترګو حرکتونه د الګوریتم ماشین په ذریعه وکتل شي، نو نه باورېدونکي معلومات به ورڅخه لاسته راشي.

ویل کېږي که په یوه ښه HD کامره د سترګو څخه ویډیو وشي او بیا په الګوریتم سره وکتل شي، نو د هغه شخص د عادتونو، روغتیا، جذباتو او احساساتو، د نشه یې توکو د استعمال، نسل، ملت، لیوالتیا، لومړیتوبونه، مهارتونه او د وړتیاوو په اړه ډېر څه ترلاسه کولی شو.

ساینسپوهان په ۲۰۲۰ کال د سترګو د حرکتونو او تعقیبولو په اړه خپاره شوي معلومات په ژور ډول سره تحلیل کړل او دا یې ترې څرګنده کړه، چې یوازې سترګو ته په کتو رواني او دماغي ناروغۍ لکه د اټزم یو ډول، ای ډي ایچ ډي، او سي ډي او د پارکنسن ترڅنګ د نورو ډېرو ناروغیو معلومات کېږي.

په دې عمل کې د سترګو د غاټکي حرکت، د سترګو د سپینې برخې خورېدل او راټولېدل، د بڼو د رپولو سرعت او د سترګو حرکت په غور سره لېدل کېږي.

ویل کېږي چې د سترګو غاټکی د فنګرپرنټ (د ګوتې پرنټ) په ډول ځانګړی وي، چې په همدې ډول د دماغي فشار څرګندونه هم سترګې کولی شي، حتی تر دې چې سترګې د دماغو څخه د خارجېدونکې هورمون (ډوپاماین) هم ومومي یا یې څرګندونه وکړي.

دغه څېړنه د برلین پوهنتون د څېړونکو جیکب لیون، فلوریان میولر او د اټو هانس مارټن له لورې ترسره شوې او د مارچ په شپږمه نیټه خپره شوې چې تر اوسه پورې پنځه اویا زره ځلې ډانلوډ شوې ده.

د شطرنج په ترتیبولو د نړیوال ریکارډ جوړول

د امریکا د متحده ایالاتو د اډاهو د ښار یو اوسیدونکي په دیرش ثانیو کې د سطرنج د مهرو یا دانو په سمولو یا ترتیبولو سره نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

دغه شخص چې ډیویډ ریش نومېږي وایي چې ددغه ریکارډ د جوړولو او د وړتیا په ترلاسه کولو کې یې یو نیم کال خواري کړې.

ویل کېږي ډیویډ ریش هغه څوک دی چې STEM زده کړو ته یې د پرمختګ د ورکولو لپاره یو سلو پنځوس د ګنیز نړیوال ریکارډونه مات کړي.

نوموړی وایي چې یو نیم کال یې په دې اړه تمرین وکړ، په لومړیو کې ورته د ریکارډ ماتول ستونزمن ول، ځکه چې له دې وړاندې په دیرشو ثانیو کې جوړ شوی و.

ریش وایي، چې د نيټ فلکس سیریز (کویین ګیمبت) له کتلو وروسته یې لیوالتیا پیدا شوه چې ریکارډ به ماتوي، چې بیا یې هڅې او تمرین پیل کړ او بالاخره د دیرش اعشاریه یو دیرش ثانیو کې یې د ګنیز د نړیوالو ریکارډونو د اصول مطابق په یو لاس سره د سطرنج مهرو یا دانو ته ترتیب ورکړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب