جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهفرانسه کې د کورونا له امله ۴ اونۍ قرنطین وضع شو

فرانسه کې د کورونا له امله ۴ اونۍ قرنطین وضع شو

تاند (پنج شنبه، د حمل ۱۲) په فرانسه کې د کورونا یوه بله څپه راغلې او سختې اندېښنې یې راولاړې کړې دي.

د یاد هېواد ولسمشر ایمانویل مکرون تېره ورځ په یوه تلویزیوني پیغام کې ویلي، چې سر له نن په فرانسه کې د څلورو اونیو لپاره عمومي قرنطین عملي کېږي.

د نوموړي په وینا په یاد هېواد کې به یواځې د خوراکي او نورو ضروري توکو کاروبارونه به پرانیستي وي.

مکرون وایي له دې ور اخوا ټول کاروبارونه تړل کېږي او فرانسویان اړ دي،چې له خپلو کورونو په انلاین بڼه کار وکړي.

په فرانسه کې دغه راز ښوونځي هم تړل شوي دي او زده کوونکي به په انلاین ټولګیو کې برخه اخلي.

د فرانسې ولسمشر له خپلو خلکو د احتیاط غوښتنه کړې ده.

په اروپا کې د کورونا د نوې څپې له راتګ سره هم مهاله په ګڼو هېوادونو کې د فرانسې په څېر محدودیتونه وضع شوي دي.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې بیا د برازیل روغتیایي چارواکي وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې د کورونا وبا له امله ۳۸۰۰ تنه مړه شوي دي.

 د راپورونو له مخې، تر اوسه پورې په دغه هېواد کې له کورونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر تر ۳۱۴ زره لوړ شوی دی.

د برازیل روغتیایي چارواکي وایي چې دا په برازیل کې د کورونا وېروس له پیل راهیسې په یوه ورځ کې تر ټولو ډېره مړینه ده.

کورونا لومړی په چین کې را څرګند شو چې اوسمهال یې ټوله نړۍ له اندېښنو سره مخ کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب