Homeخبرونهد پاکستان په حب سیمه کې د شرابو دويمې فابريکې کار پيل...

د پاکستان په حب سیمه کې د شرابو دويمې فابريکې کار پيل کړ

تاند (چهارشنبه د حمل ۱۱) د پاکستان حکومت د چينايانو د شرابو جوړولو يوې فابريکې ته جواز ورکړی دی او کراچۍ ته څېرمه په حب نومي سيمه کې يې کار پيل کړی دی.

د راپورونو له مخې دا اوس په دغه سيمه کې د شرابو دويمه لويه فابريکه ده چې کار پيلوي، خو ویل کېږي چې پاکستانيانو ورته ویلي چې جوړ شوي شراب به له پاکستانه د باندې نه خرڅوي.

د پاکستان ګمرکونو ادارې ویلي، د دغه هېواد بیا رغنیزو چارو کې د چینایانو شمېر په ډېرېدو دی او د دوی اړتیا پوره کولو لپاره دا کارخانه جوړه شوې، خو د اوس لپاره به بهر ته نه صادرېږي.

د کوسټل بریوري اینډ ډسټلري لميټیډ په نامه د شرابو دغې فابريکې ته تېر کال د پاکستان اسلامي جمهوريت په خپله خاوره کې د کار جواز ورکړی و چې اوس یې په کار پیل کړی دی.

پاکستاني چارواکي وايي، له دې فابریکې به ځايي خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي او ایالتي او فدرالي حکومتون به د مالیې په بڼه عاید ترلاسه کړي.

د قانون له مخې مسلمانان نه شي کولای شراب وپېري او غیر مسلمانانو ته بیا ځانګړي جوازونه ورکول کېږي.

د پاکستان د بلوچستان ايالت د ګمرکونو رئیس محمد زمان خان ویلي، چينايانو د دغې فابريکې په جوړولو، په پاکستان کې درې ميليارده پاکستانۍ کلدارې پانګونه کړې ده.

دده په خبره چې اوس دغه فابريکه يوازې بير جوړوي، خو لږ وروسته به د شرابو د نورو ډولونو جوړول هم پيل کړي او که د پاکستان حکومت ورڅخه خوشحاله شو، د باندې هېوادو ته به يې هم صادرات پيل شي.

د یادونې ده چې همدې حب ښارګوټي کې د کیو ډي ایل په نامه د شرابو جوړولو یوه بله کارخونه هم فعاله ده، چې څو کاله مخکې له کوټې دې ښارګوټي ته راوړل شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...