جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهچارواکي: طالبانو په خوست کې د ایتلافي ګډو ځواکونو پر نظامي قرارګاه...

چارواکي: طالبانو په خوست کې د ایتلافي ګډو ځواکونو پر نظامي قرارګاه توغوندي ورتوغولي

تاند (چهارشنبه د حمل ۱۱) طالبانو ادعا کړې چې په خوست کې یې د ضربتیانو په نوم د ملېشه ځواک پر یوه مرکز توغندیز برید کړی دی او درانه زیانونه یې اړولي دي.

ضربتیان د خوست ولایتي قواوو د هغه ټولي نوم دی چې ویل کېږي درې ورځې مخکې یې ددغه ولایت په صبریو ولسوالۍ کې عملیات کړي و، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې د ملکي کسانو د وژل کېدو اعا شوې وه.

د خوست ولایتي قواوو هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې طالبانو د دوحې تړون څخه په سرغړونې په خوست ښار کې د ایتلافي ګډو ځواکونو پر نظامي قرارګاه توغوندي ورتوغولي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو له خوا توغول شوي توغندي د بهرنیو ځواکونو له مرکزه لرې په یوه کلي کې د ملکي خلکو په کورونو لګېدلي، خو ځاني تلفات نه لري.

د خوست امنیه قومندان داود امین ویلي، له خاني خوړ سیمې د پخواني هوايي ډګر ځای ته دوه توغندي توغول شوي، چې په خبره یې یو د اوسېدو په یوه کور لګېدلی، خو زیاته کړې یې ده چې تلفات نه لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا بریدونه مني خو د امریکایي ځواکونو یادونه یې نه ده کړې،‌ او نه هم افغانستان کې مېشتو امریکایي ځواکونه لا په دې هکله څه ویلي.

دده په خبره چې کسانو یې د ضربتیانو په نوم د ملېشو په یوه لوی مرکز ګڼ شمېر توغندي ورتوغولي دي، «توغندي په هدف ولګیدل او په نتیجه کې یې دښمن ته درانه ځاني او مالي تلفات واوښتل.»

د یادونې ده چې څو ورځې مخکې د یو شمېر مړو عکسونه چې ماشومان هم په کې شامل وو، پر خواله رسنیو لاس په لاس شول چې د ادعا له مخې د خوست ولایت صبریو ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي و.

طالبانو هغه مهال ویلي و چې دا برید د ضربتیانو په نامه د ولایتي قواوو ټولي کړی، او ادعا یې کړې وه چې ګڼ ملکي کسان په کې وژل شوي وو.

خو د خوست والي مهمند کټوازي بیا دا ادعا بې اساسه بللې وه او ویلي یې و چې د افغان ځواکونو په دغو عملیاتو کې یوازې طالبان وژل شوي دي.

ولسې جرګې د کورني امنیت کمیسیون ته دنده سپارلې چې په خوست ولایت کې د دولتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او د پېښې د څېړنې غوښتنه یې کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب