جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد سولې خبرې؛ د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي له سکاټ مېلر سره...

د سولې خبرې؛ د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي له سکاټ مېلر سره وکتل

تاند (چهارشنبه د حمل ۱۱) د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي په دوحه کې له امریکایي نظامي چارواکو سره لیده کاته کړي.

د راپورونو له مخې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر تېره ورځ په دوحه کې د افغان حکومت له مذاکراتي پلاوي سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړې.

سرچینه کاږي چې افغان مذاکراتي پلاوي له مېلر سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې په افغانستان کې باید ژر تر ژره اوربند رامنځ ته شي او بیا دې په مذاکراتو کې نورو پرمختګونو ته زمینه برابره شي.

دواړو لوریو اوسنی تاوتریخوالی هم د جدي اندېښنې وړ بللی دی.

میلر داسې مهال له مذاکراتي پلاوي سره ګوري چې په دوحه کې خبرې دمګړۍ په ټپه ولاړې دي او ټاکل شوې چې په نږدې اونیو کې د ترکیې کنفرانس د افغان سولې په تړاو جوړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسیا زړه کنفرانس پرون چهارشنبه پای ته ورسېد او ګډونوالو یې په افغانستان کې د سولې پر راتګ ټینګار وکړ.

ددغه کنفرانس په پای کې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې اوسنی تاوتریخوالی او جګړې بوږنوونکې دي او ددې جدي اړتیا ده چې په دغه هېواد کې دایمي اوربند رامنځ ته شي او دایمي سولې ته زمینه برابره شي.

همدا راز د کنفرانس ګډونوالو هېوادونو ژمنه کړې چې دوی د افغانستان د سولې له پروسې سره بشپړه او هر اړخیزه همکاري کوي او تمه لري چې دغه هېواد کې روانې جګړې ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

په اعلامیه کې له افغانستان سره د سوداګرۍ، ترانزیت او سیمه ییز اتصال په برخه کې هم د همکاریو ژمنې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب