جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې د نارنج ګل دودیزه مشاعره له تېرو کلونو سره په...

ننګرهار کې د نارنج ګل دودیزه مشاعره له تېرو کلونو سره په توپير ترسره شوه

تاند ( چهارشنبه، د حمل ۱۱) جلال اباد ښار د فخر افغان باچا خان د مقبرې په انکړ کې د نارنج ګل دودیزه مشاعره د لر او بر لیکوالو او شاعرانو په شتون کې ترسره شوه.

دا مشاعره تېره شپه په داسې مهال ترسره شوه  چې په کې د لر او بر لسګونه  شاعرانو  او لیکوالانو برخه اخیستې وه.

د نارنج ګل دودیزه میله او مشاعره تېرو کلونو سره په توپير ترسره شوه.

چارواکو په خپله وینا کې وویل؛ ننګرهار د سولې او فرهنګ ټاټوبی دی، چې په خپله غیږ کې يې ګڼ شمیر علمي او فرهنګي شخصیتونه زیږولي او  نن په شعرونو او نثرونو کې ټولنه د اصلاح لوري ته هڅوي.

والي ضياءالحق امرخېل وویل شعر د شاعر د زړه اواز دی او پر زړونو اغیزه کوي نو په همدې اساس یې په شاعرانو غږ وکړ، چې په پخپلو شعرونو کې ميني ته ځای ورکړي څو د ټولنې د یووالي سبب وګرځي.

په دې دودیزه میله او مشاعره کې د ننګرهار سربېره د هېواد له بېلابېلو سيمو هم سلګونه د شعر او ادب مينه والو برخه اخیستې وه.

شاعرانو په خپلو شعرونو کې د سولې د ستاینې او له جګړې د کرکې پیغامونه خپرول.

دغه راز په مشاعره کې د لر او بر یو شمېر نورو شاعرانو او لیکوالانو بیا د پښتنو د یووالي او د نارنج ګل د ستاینې شعرونه زمزمه کول.

د شاعرانو سربېره سندرغاړو هم په خوږه ژبه شعرونه زمزمه کول.

دوی د یووالي او ورورګلوۍ په تړاو سندرې زمزمه کولې او مینه والو یې هم تود هر کلی وکړ.

د یادونې وړ ده چې له تېرو څه باندې ۵۶ کالو راهیسې هرکال په رسمي بڼه د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د نارنج ګل دودیزه مېله او مشاعره ترسره کېږي، چې په خپل اصل کې د هېواد په کچه د سترو مېلو او مشاعرو په ډله کې حسابېږي.

نارنج ګل دودیزه مېله او مشاعره په لومړي ځل د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال په ۱۳۴۴ کال کې د جلال اباد ښار په په سپین غر هوټل کې جوړه شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب