Homeخبرونهرحماني: د ترکیې کنفرانس د جګړې د ختمولو لپاره غوره فرصت دی

رحماني: د ترکیې کنفرانس د جګړې د ختمولو لپاره غوره فرصت دی

تاند (چهارشنبه د حمل ۱۱) د افغانستان ولسي جرګه وایي د ترکیې کنفرانس د افغان جګړې د ختمولو لپاره غوره فرصت دی.

دغه څرګندونې د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني نن چهارشنبه ددغې جرګې په امتیازي ساعت کې وکړې او زیاته یې کړه چې په نږدې ورځو کې د ترکیې کنفرانس جوړېږي.

ښاغلي رحماني وویل د افغانستان د څلورو لسیزې جګړې د ختمولو لپاره د ترکیې کنفرانس یو غوره فرصت دی او باید ترې استفاده وشي.

نوموړي زیاته کړه، په دې کنفرانس کې باید هغه کسان ګډون وکړي چې په ریښتیني ډول د افغانستان په درد دردمن دي او په خبره یې چې د جګړې د ختمولو لپاره دې کوټلي ګامونه واخلي.

ټاکل شوې د ترکیې کفنرانس په راتلونکي اپرېل میاشت کې د ملګرو ملتونو په حضور کې د طالبانو او افغان حکومت د استازو په حضور کې جوړ شي چې په افغان سولې او اوربند به په کې بحثونه وشي.

تر اوسه نه طالبانو او نه هم افغان حکومت ددغه کنفرانس د اجنډا په هکله معلومات شریک کړي دي، خو افغان چارواکو ویلي چې دغه کنفرانس ته پوره تیاری لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...