Home+امریکا؛ په تګساس ایالت کې توغندي د ازمايښت پر مهال اور اخیستی

امریکا؛ په تګساس ایالت کې توغندي د ازمايښت پر مهال اور اخیستی

تاند(چهارشنبه، د حمل ۱۱) د امریکا په تګساس ایالت کې یوه توغندي هغه مهال اور واخیست، چې د ازمایښت په خاطر فضا ته وتوغول شو.

د سټارشېپ په نامه دا توغندی د «سپېس اېکس» د شرکت و، چې له توغولو څخه څو دقیقې وروسته یې په فضا کې اور واخیست.

سپېس اېکس شرکت وايي، د دې علت تر اوسه نه دی معلوم، چې توغندي ولې اور واخیست او په ناڅاپي توګه رانسکور شو، خو په خبره یې چې په دې اړه جدي څېړنې روانې دي.

څه موده وړاندې د سپېس اېکس شرکت، چې له ناسا سره فضا ته د تګ راتګ قرارداد لري، یو بل ازمایښتي راکټ هم له دا ډول برخلیک سره مخ شوی و.

دغه شرکت زیاته کړې، چې فضا ته د ازمایښتي توغندیو د دا ډول برخلیک تکرار حیرانوونکی او د اندېښنې وړ دی او په وینا یې چې په اړه به یې جدي پلټنې کوي.

دغه چاره د خلکو لپاره هم حیرانونکې ده او ډېری ساینس پوهان یې اندیښمن کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...