شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې د پولیو ضد واکسین د تطبیق لړۍ ودرول شوه

ننګرهار کې د پولیو ضد واکسین د تطبیق لړۍ ودرول شوه

تاند(چهارشنبه، د حمل ۱۱) افغان حکومت وايي چې په ننګرهار کې د پولیو ضد واکسین د تطبیق لړۍ وځنډېده.

د عامې روغتیا وزارت د واکسین برخې مشر «میراجان راسخ» رسنیو ته ویلي، په ننګرهار ولایت کې د واکسین پروګرام تر نامعلومې مودې ځنډېدلی، خو په خبره یې چې دا لړۍ به په نورو ولایتونو کې روانه وي.

راسخ زیاته کړې، په دې ولایت کې د پولیو ضد واکسین د بیا تطبیق لپاره به له سره پرېکړه کېږي، چې کله به دا لړۍ پیل شي.

دا پرېکړه داسې مهال کېږي، چې پرون ورځ په جلال آباد کې درې واکسیناتورې ووژل شوې.

د دغې پیښې په تړاو ولسي جرګې د امنیت له کمېټې غوښتي، چې د وژل کېدو پلټنه یې وشي.

د پولیو ضد واکسینو لړۍ د دوشنبې پر ورځ په ټول هېواد کې پیل شوه، چې تر جمعې پورې به ادامه لري.

د «پولیو ضد کمپاین» په نامه دا پروګرام د یونیسف او د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ پیل شوی، چې له ۵ کلنۍ پر کم عمر لرونکو ماشومانو به تطبیق شي.

اټکل کېږي چې د دغه کمپاین په جریان کې به په ټول هېواد کې تر ۹.۶ میلیونه ماشومان واکسین شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب