سه شنبه, جون 18, 2024
Homeخبرونهملي امنیت: په خوست کې مو د حقاني شبکې او طالبانو ۱۷...

ملي امنیت: په خوست کې مو د حقاني شبکې او طالبانو ۱۷ مهم غړي وژلي

تاند (چهارشنبه د حمل ۱۱) د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، د خوست ولایت په صبریو، ځاځي میدان او باک ولسوالیو کې د حقاني شبکې او وسله والو طالبانو پر ضد عملیاتو کې د حقاني شبکې ۱۷ مهم کسان یې وژلي دي.

دغه ریاست نن چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا عملیات چې د مکتب بازار،زمبر، میرشاه چینه او توده کلي کي تر سره شوي پرمهال یې د طالبانو او حقاني شبکې ګڼ شمېر جنګي مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، «د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ د ځايي خلکو په غوښتنه ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې د حقاني شبکې مهم قوماندان سبیل حمیدي په ګډون ۱۷ تنه مهم غړي وژلي او ګڼ شمیر وسلې او مهمات د ملي امنیت ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.»

سرچینه زیاتوي، طالبانو د زمبر کلینیک په سیمه کې غوښتل د یوې ښځې او ماشوم په واسطه افغان ځواکونو ته ماین ځای پر ځای کړي چې خپله یاده ښځه او ماشوم هم په ماین چاودنه کې وژل شوي دي.

د یادونې ده چې په روانه اونۍ کې طالبانو ادعا کړې وه چې د خوست ولایت په صبریو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ګڼ شمېر ملکي وګړي مړه او ټپیان شوي دي، خو ملي امنیت د طالبانو دغه څرګندونې تبلیغات بللي دي.

طالبانو تر اوسه په خوست کې د خپلو جنګیالیو د وژل کېدو په هکله څه نه دي ویلي.

ملي امنیت تیره ورځ هم په پکتیکا کې د القاعده شبکې او طالبانو د مهم قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړ.

ملي امنیت په پکتیکا کې د القاعده او طالبانو د دوو لوړ پوړو قوماندانانو د وژل کېدو خبر ورکړ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب