چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهبلخ کې چاودنې ۱۸ کسانو ته مرګ‌ ژوبله اړولې

بلخ کې چاودنې ۱۸ کسانو ته مرګ‌ ژوبله اړولې

تاند(چهارشنبه، د حمل ۱۱) د بلخ پولیس وایي، دغه چاودنه نن له غرمې مخکې په کلفت بندر کې رامنځته شوه چې له کبله یې دوه ملکیان ووژل شول او ۱۶ نور ټپیان شول.

د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل وایي، دغه پېښه نن له غرمې مخکې د بلخ ولسوالۍ په کلفت بندر کې هغه مهال رامنځته شوه چې په یوه کراچۍ کې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه وکړه.

د نوموړي په خبره، په دې برید کې د یوه ماشوم په ګډون دوه ملکیان وژل شوي او د درېیو سرتېرو په ګډون ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د دغه برید مسوولیت تراوسه کومې وسله‌والې ډلې نه ده منلی.

په ورته وخت کې د تخار د علماوو شورا رییس مولوي عبدالصمد محمدي په یوه چاودنه کې خپل ژوند بایللی دی.

د تخار ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې نن غرمه مهال د مولوي عبدالصمد محمدي پر موټر د چسپکي ماین چاودنه شوې ده چې له امله یې نوموړی وژل شوی او درې تنه نور ټپيان شوي دي.

د چاودنې پړه تر اوسه پورې کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د سولـې خبرې هم په ټپه ولاړې دي خو په هېواد کې د طالبانو تاوتریخوالی ورځ تر بلې زیاتېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب