Homeخبرونهبرازیل کې کورونا نږدې ۴ زره کسان مړه کړي دي

برازیل کې کورونا نږدې ۴ زره کسان مړه کړي دي

تاند(چهارشنبه، د حمل ۱۱) د برازیل روغتیايي چارواکي وايي، کورونا ویروس په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې ۳ زره او ۸ سوه کسان مړه کړي، چې په دې سره په برازیل کې د ټولو مړو شمېر ۳ لکه او ۱۴ زرو ته ورسېد.

چارواکي زیاتوي، چې دا په ۲۴ ساعتونو کې له پیله تر اوسه ډېره مړینه وبلله شوه.

د دې هېواد سیاسي ډلو پر ولسمشر «ژایر بولسونارو» سختې نیوکې کړې او د دې وبا پر وړاندې یې د ده تګلاره بې ګټې بللې ده.

دوی زیاتوي، چې ښاغلی بولسونارو بیا بیا له کورونا سره د مقابلې لپاره محدودیت او ماسک کارول تر پوښتنې لاندې راوستلي او په وینا یې چې دغه هېواد دا مهال خورا لږ واکسین برابر کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو، په ځانګړې توګه اروپايي هغو کې د کورونا ویروس درېیمه څپه خطرناکه ګڼل شوې او د دې وبا له امله د مړو شمېر لوړ شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...