جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبانو د تخار د علماوو شورا په رئیس او درې ولایتونو کې...

طالبانو د تخار د علماوو شورا په رئیس او درې ولایتونو کې په امنیتي چارواکو بریدونه کړي

تاند (چهارشنبه د حمل ۱۱) د تخار سیمه ییز چارواکي وايي چې ددې ولایت د علماوو شورا رئیس مولوي عبدالصمد محمدي په یوه چاودنه کې ووژل شو.

د تخار د امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر وايي، د مولوي عبدالصمد محمدي پر موټر نن غرمه مهال په تالقان ښار کې د چسپکي ماین چاودنه شوې ده چې له امله یې نوموړی وژل شوی او درې نور همکار یې ټپیان شوي دي.

اسیر ددغه پېښې پړه پر طالبانو اچولې، خو یادې ډلې تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

د یو بل خبر له مخې د سرپل امنیه قوماندان فقیرمحمد جوزجانی وايي، د سیمه ییزې اردو د ټولې قوماندان حبیب میرزا اولنګي سهار وختي له صیاد ولسوالي څخه د ولایت مرکز ته روان و چې په لاره کې پرې د ماین چاودنه وشوه.

د نوموړي په وینا په دې پېښه کې د سیمه ییزې اردو د ټولي د قوماندان ترڅنګ یو سرتېری هم وژل شوی دی.

ورته مهال د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي چې نامعلومو وسله والو د دې ولایت د کوهستان د لومړۍ حصې ولسوالۍ د امنیت مرستیال او د هغه د ترور زوی وژلي دي.

بله خوا تندرقول اردو وايي چې د دې قول اردو د سرحدي لوا درستیزوال د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

په پکتیا کې د تندر قول اردو ویاند وايي، د دوهمې سرحدي لوا درستیزوال ډګروال فریدون فیاض له کابله پکتیا ته روان و چې نن تر غرمې وړاندې د لوګر ولایت خضربازار کې پرې حمله وشوه.

طالبانو تر اوسه ددې پېښو په هکله خپل نظر نه دی څرګند کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب