جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهبامیان؛ پر جنسي تېري تورن ملا خپله پنځه کلنه لور په بدو...

بامیان؛ پر جنسي تېري تورن ملا خپله پنځه کلنه لور په بدو کې ورکړه

تاند (چهارشنبه د حمل ۱۱) د بامیان د ښځو چارو ریاست مسؤلانې په بدو کې د یوې کم‌ عمره نجلۍ د ورکړې خبر ورکوي.

د بامیان د ښځو چارو رئیسه ذکیه رضايي وايي، دغه پېښه د یاد ولایت د شیبر ولسوالۍ په غندک پایین سیمه کې شوې ده.

د مېرمن رضايي په خبره چې د یادې نجلۍ پلار دیني عالم دی او د ګاونډي پر مېرمنې د جنسي تور په بدل کې یې خپله پنځه کلنه لور د شخړې د مخنیوي په خاطر په بدو کې ورکړې ده.

د بامیان ولایت د ښځو د چارو د ریاست د مسؤلینو په وینا دغه پنځه کلنه نجلۍ د شخړې د رامنځ ته کیدو د مخنیوي په خاطر او د قومي جرګې د پریکړې په اساس د جنسي تیري قرباني شوې کورنۍ یو غړي ته په بدو کې ورکړل شوې ده.

د ذکیه رضايي په خبره چې دوی د دغې قضیې د ارزونې او څیړنې غوښتنه کړې او د پولیسو نه یې غوښتي چې دا موضوع ژر تر ژره وپلټي.

نوموړې زیاته کړې، د شیبر ولسوالۍ په غندک بالا سیمه کې یوې بلې کورنۍ خپله لس کلنه لور خاوند ته ورکړې ده او په وینا، دا چې زوم څو کلن دی، تر اوسه یې په اړه معلومات نه لري.

ناوړه دودونه یو له هغو عمدو ټکو څخه دي چې له امله یې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې نجونې او ښځې قرباني کیږي.

1 COMMENT

  1. دا خبیث مُلا باید پر یوې ښځی د جنسی تجاوز په جرم په اعدام محکوم سی او اجازه دی نه ورکول کیږی چی یوه معصومه نجلۍ ددې کرغیړنی معاملې قربانی سی.
    داسی ښکاری چی د روغی په جرګه کی ناست کسان هم ټول وحشیان دی چی نه دین پېژنی او نه تمدن او قانون.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب