جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه هلمند کې د افغان پوځ یوې څرخکې بیړنۍ ناسته کړې

په هلمند کې د افغان پوځ یوې څرخکې بیړنۍ ناسته کړې

تاند (چهارشنبه د حمل ۱۱) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، په هلمند کې د افغان پوځ یوې څرخکې بیړنۍ ناسته کړې ده.

ددې وزارت ویاند فواد امان نن چهارشنبه ماخوستن ۹:۰۵ بجې پر خپل ټویټر لیکلي، د افغان هوايي ځواکونو یوې بلک هاک څرخکې د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د تخنیکي ستونزې له کبله بیړنۍ ناسته کړې ده.

د ښاغلي امان په خبره، په دې پېښه کې کوم چاته زیان نه دی رسېدلی او زیاته کړې یې ده چې د ملي دفاع وزارت د څرخکې د بیړنۍ ناستې په هکله څېړنه کوي.

دا چې دغه پېښه کله رامنځته شوې د ملي دفاع وزارت یې په هکله معلومات نه دي ورکړي.

بله خوا یوې امنیتي سرچینې ویلي، ۲۱۵ میوند قول اردو کې یوه څرخکې سقوط کړی دی چې د دوه پیلوټانو په گډون په کې ۷ تنه ژوبل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب