جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+هوا تصفیه کوونکی هیډفون

هوا تصفیه کوونکی هیډفون

تاند- ډایسن کمپنۍ داسې هیدفونونه جوړ کړي چې د خپل اصلي کار یعني د اورېدو ترڅنګ هوا هم تصفیه کوي.

ډایسن کمپنۍ، چې د برقي جارو او ډرایر یا وېښته وچونکي په جوړولو کې یې شهرت موندلی، د تېر کال د جولای په میاشت کې د هوا د تصفیه کوونکي هیډفون د اختراع حق ثبت کړ.

دا هیډفون د دې ترڅنګ چې د خپل کاروونکي شخص د شاوخوا ځای هوا تصفیه کوي، د موسیقۍ د اورېدو لپاره هم ډېر مناسب دی.

د هیډفون په منځ کې یو فیلټر اېښودل شوی دی چې هوا تصفیه کوي.

هیډفون یو پکی لري چې څرخونه یې نژدې ۴۰ میلي متره دي او څرح په هره دقیقه کې نژدې ۱۲ زره ځلې څرخي او په هره ثانیه کې نژدې یو نیم لیټر هوا تصفیه کوي.

دا هیډفون نه یوازې دوړې او خاورې تصفیه کوي بلکې مضرې باکتریاوې هم فلټر کوي.

ډایسن کمپنۍ ادعا لري چې دا هیډفون د شاوخوا ککړه هوا فلتر کوي او دا کار د دې هیډفون له کاروونکي سره مرسته کوي چې په صحي فضا کې واوسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب