سه شنبه, جون 18, 2024
Homeخبرونهملي امنیت په پکتیکا کې د القاعده او طالبانو د دوو لوړ...

ملي امنیت په پکتیکا کې د القاعده او طالبانو د دوو لوړ پوړو قوماندانانو د وژل کېدو خبر ورکړ

تاند (سه شنبه د حمل ۱۰) د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي‌ چې په پکتیکا کې یې د القاعده او طالبانو دوه لوړ پوړي قوماندانان وژلي دي.

د ملي امنیت ریاست نن سه شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د القاعده ډلې قوماندان دولت بیک تاجکي چې په ابو محمد علي تاجکي هم مشهور و، د هند په لویه وچه کې د القاعده ډلې مهم غړی و.

په اعلامیه کې راغلي، د حضرت علي په نوم د طالبانو یو بل مهم قوماندان چې د وزیرستان و، هم وژل شوی دی.

د ملي امنیت د معلوماتو پر اساس دغه دوه قوماندانان د طالبانو-القاعده د خونړیو او لویو بریدونو تنظیموونکي و او په غزني کې یې د ترهګرو د روزنې مسؤلیت په غاړه درلود.

سرچینې زیاته کړې دغه دوه کسان د القاعده او طالبانو ترمنځ‌ ارتباطیان او د طالبانو د تجهیز او مالي ملاتړ مسؤلین وو چې د پکتیا په ګیان ولسوالۍ کې د ملي امنیت د ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي.

ملي امنیت د عملیاتو دقیقه نېټه نه ده ښودلې او نه یې هم ددغو کسانو د جسدونو په هکله معلومات ورکړي چې چېرې دي.

ملي امنیت وایي‌ چې دوی پلان لره چې په غزني، لوګر او زابل ولایتونو کې طالب وسله والو ته پرمختللې وسلې انتقال کړي او هغوی وروزي، خو طالبانو تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب