شنبه, سپتمبر 28, 2024
Home+په تعليمي ادارو کې تشدد | ډاکټر مبارک علي

په تعليمي ادارو کې تشدد | ډاکټر مبارک علي

ژباړه: بارکوال مياخېل

تعليمي ادارې له دې امله په هره ټولنه کې ارزښت لري، چي د زمانې له بدلېدونکيو حالتونو او غوښتنو سره سم د ځوان نسل روزنه کوي. دغه ادارې د نويو سوچونو، نظرياتو او فکرونو مرکزونه وي چي په ټولنه کې د بدلون جذبې را پاروي او د ټولنې د جوړښت لپاره مواد برابروي، ځکه نو په تعليمي ادارو کې استاد او زده کوونکى علم، تفکر او نويو نظرياتو ته وده ورکوونکي وي. د زده کوونکي نظر تل پر خپل راتلونکي باندې وي، د بدلون له فکرونو او سوچونو اغېزمنېږي او دا احساس ورسره پيدا کېږي چي د ټولنې زاړه باورونه له منځه يوسي، ټولنه له وچ ولاړ حالته را وباسي او د نويو ارزښتونو او روايتونو په هنر يې و رغوي، د ځوانۍ عمر يې په ده کې احساس، جذبه او جرئت پيدا کوي او هغه هڅه کوي چي له هر بنديزه ازاد د تصوراتو او باورونو له نړۍ د عمل نړۍ جوړه کړي.

د تعليمي ادارو دې اهميت ته په پام سره مستبد او آمرانه حکومتونه هڅه کوي چي د دغو ادارو دغه انقلابي کردارونه ختم کړي او د حکومتي روايتونو او ارزښتونو د تبليغاتو وسيله يې وګرځوي، ځکه خو په فاشسټو او آمرانه حکومتونو کې پر استادانو او زده کوونکيو باندې تر ټولو زيات بنديزونه وي، تعليمي ادارې يې له خبرلوڅو او جاسوسانو ډکې شي او د هغوى هڅه دا وي چي هر نوى او پارېدونکى فکر وځپي، د هرې هغې وينا او ليک مخه ونيسي چي د ازادۍ، پراخ فکرۍ او بدلون خبره پکې شامله وي، له همدې امله د استادانو د مقررۍ، په تعليمي ادارو کې د زده کوونکيو شاملېدل او په ځانګړې توګه تعليمي نصاب د مملکت تر واک لاندې راولي. پر تعليمي ادارو باندې د دغو بنديزونو له امله خو د آمرانه حکومتونو د واکمنۍ موده وغزېږي، مګر دغه بنديزونه د ټولنې تحقيقي استعدادونه او انرجي هم وځپي او په ذهني لحاظ يې وچ او شنډ کړي، د تاريخ په اوږدو کې د دې يو مثال د جرمني دى، چي فاشسټي تګلارو يې تعليمي ادارې تباه کړې او بااستعداده استادان يې اکثر نورو هېوادونو ته کډه شول او هغه چي هملته پاته وو، خپل افکار يې بيان نه کړاى شول.

که وګورو نو د درېيمې نړۍ په هېوادونو کې او په ځانګړې توګه په پاکستان کې هم داسې کېږي، چي استادان او نور بااستعداده خلک يې د خپلو ذهني او تحقيقي هڅو لپاره خپل هېوادونه پرېږدي او داسې ټولنو ته ګټه رسوي چي هلته د فکر او بيان ازادي شته او که همدا حالت وو نو زموږ تعليمي ادارې به له هر ډول تخليقي عمله خالي پالي شي او موږ به د دې وړ هم پاته نه شو چي د خپلې ټولنې زاړه باورونه چيلنج کړو او ښايي زموږ د واکمنو طبقو مقصد او مرام همدا وي.

د انګرېزانو تر راتګ مخکې چي د هند په تعليمي ادارو کې څه ډول نصاب وو او د هغه په نتيجه کې چي کوم زده کوونکي روزل کېدل، هغوى د ټولنې له پاروونکيو او زياتېدونکيو ټولنيزو ستونځو سره هيڅ تړاو نه درلود، ځکه خو هغوى نه د ټولنې د زوال په عمل پوه شول او نه د نويو بدلونونو له ارزښته خبر شول، د زړو مضامينو او فکرونو تعليم هغوى هم په ذهني توګه زوړپالي او وروسته پاته کړل. د هند په تعليمي نظام کې هغه وخت بدلون راغى چي انګرېزان پکې واکمن شول او هغوى خپلو استعماري اړتياوو دې ته اړ کړل چي د هند تعليمي نظام بدل کړي، د دې په نتيجه کې چي کومې تعليمي ادارې جوړې شوې په هغو کې يو داسې تعليمي نصاب ور ښوول کېده چي تش د انتظام او حکومتدارۍ چارې پکې زده کړي، که څه هم په دغو تعليمي ادارو کې دا هڅه وشوه چي په نوي لوستي او باسواده نسل کې خپل هيڅ ډول تخليقي استعدادونه زيات ونه غوړېږي او هغوى تش خپلې انتظامي اړتياوې تر سره کړي، خو پر دې برسېره چي د انګرېزي ژبې په وسيله اروپايي نظريات او فکرونه مخ ته راغلل نو د هند د تعليميافته طبقو ذهنونه يې بدل کړل او له هيوم، بينتم، والټېر او روسو پرته د يوناني فلسفيانو افکارو او د ټولنيزو علومو نويو نظرياتو د علم او ادب يوه بله نوې دونيا پيدا کړه او همدې د غربي افکارو تعليميافته نسل پر مخ د انګرېزانو په خلاف د ازادۍ په مبارزه کې برخه واخيسته، دا د هماغه تعليمي نصاب نتيجه وه چي د بريتانوي امپراتورۍ د زمانې په زده کوونکيو کې د جمهوريت، بشري حقوقو او روشنفکرۍ فکرونه پيدا شول او هغوى په همدې جذبه او احساس د خپل تاريخ او کلچر ريښې را و پلټلې.

د بريتانوي واکمنۍ په مهال په تعليمي ادارو کې له نصاب سره- سره غيرنصابي چارو ته هم ځانګړې توجه وشوه او د بېلابېلو انجمنونو او ټولنو په وسيله بحث او مناظرې، علم او ادب، موسيقۍ، ډرامې او لوبو ته وده ورکړل شوه، چي زده کوونکي له نصابي او غيرنصابي دواړو اړخونو و روزل شي. د تعليمي ادارو د درناوي او احترام په خاطر په بريتانوي امپراتورۍ کې پوليسو اجازه نه درلوده چي د ادارې د مشر له اجازې پرته يې په دروازه ور ننوځي او يا کوم زده کوونکى ونيسي. د دغو مقرراتو له امله نه يواځې د تعليمي ادارو احترام وشو، بلکې دغو ادارو استادانو او زده کوونکيو ته ازادي او واک ورکړ چي هغوى خپل فکرونه بيان کړي، ځکه نو د دوى او ولس تر منځ ټينګه خپلوي جوړه شوه، خلکو هم دغو تعليمي ادارو ته د احترام په سترګه کتل، ځکه دلته هغه خلک موجود وو، چي نه يواځې د دوى د راتلونکې ټولنې د جوړولو کار ور له غاړې وو، بلکې د ولس د ګټو په خاطر په ذهني او عملي توګه جګړې او مبارزې ته تيار وو.

د پاکستان تر جوړېدو وروسته د تعليمي ادارو دغه تګلاره او کلچر په هماغه بڼه ورسره را انتقال شول، ځکه نو په دې لومړنۍ دوره کې محصلينو د جمهوري حقوقو په مبارزه کې برخه واخيسته او چي کله هم زموږ واکمنو د دسيسو او خپلمنځي اړيکو په وسيله سياسي بدلونونه راوستي او جمهوري ارزښتونه يې تر پښو لاندې کړي، نو دوى يې په خلاف ږغ پورته کړى دى. د ١٩٥٠م کلونو په لسيزه کې د محصلينو دغه مبارزه ځکه په يادونې ارزي، چي په هېواد کې يې د بيان د ازادۍ او جمهوري حقونو لپاره کړې وه، له دې امله د محصلينو دغه فعاليتونه زموږ د هغو واکمنو لپاره د زغم وړ نه وو، چي د ولس له رايو او خوښې پرته خپل واک ته د دوام ورکولو په فکر کې وو، ځکه خو په همدغه زمانه کې په لومړي ځل پر محصلينو ټکونه (ډزې) هم وشول او زندانونو ته هم واچول شول، خو پر دې برسېره يې هم د دوى تحريک ونه ځاپه.

خو د هېواد له سياست سره- سره په تعليمي ادارو کې هم هغه وخت بدلون راغى چي ايوب خان د پوځي قانون (مارشلا) په وسيله حکومت قبضه کړ او د آمريت پر ګدۍ کښېنوست، نو يو آمر له سياسي مخالفته تر ټولو زيات خطر ويني، ځکه يې لومړنۍ هڅه دا وي چي هغه ټولې لارې بندې کړي چي د سياسي مخالفت د پيدا کولو سبب ګرځي، په دې ضمن کې تعليمي ادارې هم راغلې او د تعليمي ادارو د مثبت جمهوري کردار د ختمولو هڅه وشوه، چي نه ورڅخه نوي نظريات پيدا شي او نه بدلون غوښتونکي محصلين.

نو د دې لپاره چي اساسي خبرې وشوې، هغه دا وې چي محصلين او زده کوونکي دي غيرسياسي وي، چي هغوى حکومت ته کوم خطر پېښ نه کړي، دې خبرې په هغه زمانه کې دغه بحثونه را پيل کړل چي “محصلين په سياست کې برخه واخلي که يې وانه خلي”، د درواغجنو ستاينو حکومت پلوه پوهانو پر دې خبره سمدستي نظر ورکړ، چي د محصلينو لپاره سياست يو خطرناک شى دى، چي د دوى د تعليمي چارو په منځ کې خنډ جوړېږي، نو محصلين بايد يواځې خپلو نصابونو او زدکړو ته توجه وکړي. د محصلينو د غيرسياسي کولو د دې عمل په وسيله په تعليمي ادارو کې د محصلينو ټول سازمانونه ختم کړاى شول او په محصلينو کې انتخابات ختم شول چي جمهوري دودونو ته يې وده ورکوله.

تر دې وروسته د تعليمي نصاب د بدلون عمل پيل شو او دا هڅه وشوه چي د نوي نسل په ذهنونو کې د جمهوري ارزښتونو لپاره هيڅ جذبه پيدا نه شي او د “رهبرستاينې” (Hero Worship) احساس پکې پيدا شي، نو په دې خاطر تعليم له محدودو نظرياتو، وطنپالنې او د اتلانو له مبارزو سره سم جوړ کړل شو. د محصلينو د سازمانونو تر ختمولو وروسته چي په تعليمي ادارو کې غيرنصابي فعاليتونه ختم شول، ورسره سم د دغو ادارو ژوند او چاپېريال وران- ويجاړ شول او د زده کوونکي او استاد تر منځ يواځې د ټولګي رشته پاته شوه، نور يې تر منځ بېلتون راغى او د دوى تر منځ هغه رشته ختمه شوه چي دوى به پکې د غيرنصابي فعاليتونو په ترڅ کې په لوى زړه له يو بل سره ليدل، استاد او زده کوونکى يې يو له بله جلا کړل. له دې سره سم له تعليمي ادارو بحثونه، د موسيقۍ او ډرامو سيالۍ او نور ټولنيز او کلتوري فعاليتونه ختم شول، دې کار د محصلينو ژوند او د تعليمي ادارو چاپېريال بېخونده کړ.

د ايوب خان په زمانه کې د تعليمي ادارو تقدس داسې ختم کړاى شو چي بيا نو پوليس پخپله خوښه ور ننوتل او نه يواځې يې محصلين او استادان ووهل- و ډبول، هغوى يې ونيول او له ځانه سره يې بوتلل.

د تعليمي ادارو په جوړښت او کردار کې ځکه هم بدلون راغى چي کله په هېواد کې پر سياسي فعاليتونو بنديز ولګېد او سياسي ګوندونه د دې وړ پاته نه شول چي د جلسو او لاريونونو په وسيله افکار او نظريات څرګند کړي، نو د خپل وجود د پاتېدو لپاره يې د محصلينو لمن ټينګه کړه او هر سياسي ګوند هڅه وکړه چي په محصلينو کې خپل اتحادونه جوړ کړي، د هغوى په وسيله تعليمي ادارې تر خپلې ولکې لاندې راولي او خپل سياسي اهميت پکې منعکس کړي، همداسې د دغو سياسي ګوندونو د روزليو محصلينو اتحادونو د سازمان ځاى ونيو، خو دا چي د دوى مقصد نصابي او غيرنصابي فعاليتونو ته وده ورکول نه وو، بلکې په خلکو کې خپل ارزښت پيدا کول وو، ځکه دوى د دې مقصد لپاره د زور، ځواک او تشدد لاره خپله کړه او په دغو ګوندونو کې يې د تشدد فضا پيدا کړه، نو له زوره پرته بله هيڅ لاره نه وه چي هغوى په خلکو کې خپل اهميت څرګند کړى واى، همدا سبب وو چي د محصلينو په سازمانونو کې هم فاشسټي او آمرانه خويونه پيدا شول او محصلين يې له جمهوريت، بشري حقونو او د مظلومانو له ملاتړه لرې کړل، نو په دې حساب چي تر ايوب خان وروسته د محصلينو کوم کردار دى، په هغوى کې هيڅ جمهوري تحريک نه شته، د بشري حقونو لپاره ږغ نه شته، بلکې اوس يې فعاليتونه تر خپلو شخصي ګټو پورې محدود شوي دي، د هغوى د تحريک مقصد يواځې دا وو چي د خپل ګوند د بندي مشرانو د خلاسون لپاره ږغ پورته کړي، نور هيڅ نه وو.

د دې تر ټولو لوى تاوان دا وشو، چي محصلين له ولسي جمهوري تحريکونو پرې شول، نو له ولسه هم بېل شول او تر اوسه چي به کومو خلکو د دوى ملګرتيا کوله او د دوى په ملاتړ به يې احتجاجونه کول، اوس يې په زړونو کې ورسره مينه او احترام ختم شول، بلکې ډار او ترهه يې ځنې وشوه، ځکه اوس په ولس کې د محصلينو په اړه دا تاثر نه شته چي دا د علم طالبان يا د ټولنې د راتلونکي جوړوونکي دي، بلکې نظر يې دا دى چي دغه د علم طالبان لوپر، جنګيالي، ترهګر او غوغاپاروونکي دي، نو له دوى لرې ساتل پکار دي، د ايوب خان په واکمنۍ کې د پيل شوې پاليسۍ نتيجه دا شوه چي بيا تر ده وروسته راتلونکي هر آمر او جابر حکومت هم دا تګلاره خپله کړه، دا چي په اوس وخت کې هم د واکمنو طبقو ګټه په دې کې ده چي په تعليمي ادارو کې مترقي او جمهوري ارزښتونه پيدا نه شي، ځکه نن هم د محصلينو د غيرسياسي کولو او د تشدد په وسيله له يو بل سره د جنګولو د عمل رهبري کېږي.

له تعليمي ادارو څخه تشدد هغه وخت ختمېداى شي، چي په هېواد او ادارو کې جمهوري ارزښتونو ته پام وشي او نصاب د وخت له غوښتنو سره سم بدل شي او غيرنصابي فعاليتونو ته په بشپړه توګه وده ورکړل شي.

______________________________________________

سرچينه:- مياشتنۍ اردو مجله (بدلتي دنيا)، د ٢٠١٢م کال د جولاى ګڼه، ١٩- ٢٠ مخونه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی