جمعه, دسمبر 12, 2025
Home+بنګله دېش پرلپسې دوو لوبو کې ماتې وخوړه

بنګله دېش پرلپسې دوو لوبو کې ماتې وخوړه

تاند ( سه شنبه، د حمل ۱۰) د نیوزیلنډ او بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ شل اوریزو لوبو د لړۍ دوهمه لوبه هم کوربه نیوزیلنډ وګټله.

دا لوبه نن ترسره شوه او نیوزيلنډ د DSL میتود له مخې بنګله دېش مات کړ او لوبلړۍ یې هم په خپل نوم کړه.

په دې لوبه کې نیوزیلنډ لومړی توپ وهنه  وکړه او د پنځوو لوبغاړو په سوځېدو يې په ۱۸ اورونو کې ۱۷۳ منډې جوړې کړې.

د لوبې پرمهال باران پيل شو خو له باران ووروسته بنګله دېش ته په ۱۶ اورونو کې  ۱۷۱ منډو هدف وټاکل شو.

بنګله دېش د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۲ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۲۸ منډو په توپیر بایلوده.

د یادونې ده چې له دې وړاندې لومړۍ لوبه هم نیوزیلنډ لوبډلې ګټلې وه.

د یادو دواړو لوبډلو تر منځ به وروستۍ شل اوریزه لوبه د اپریل میاشتې په لومړۍ نېټه تر سره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...