شنبه, سپتمبر 28, 2024
Home+نيوزيلنډ ښځينه لوبډلې له آسټرالیا خپل غچ واخیست

نيوزيلنډ ښځينه لوبډلې له آسټرالیا خپل غچ واخیست

تاند ( سه شنبه، د حمل ۱۰) د نیوزیلنډ ښځينه لوبډلې په دوهمه نړيواله شل اوره لوبه کې د اسټراليا ښځينه لوبډلې ته ماتې ورکړه او دلومړۍ ماتې غچ یې واخیست.

په دې سره د دواړو لوبډلو ترمنځ روانه لوبلړۍ ١-١ مساوي شوه.

په دې لوبه کې پچه نیوزيلنډ لوبډلې وګټله او لومړى يې اسټراليا ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

اسټراليا ښځينه لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٢٩ منډې وکړې.

بيت موني ٦١ ناسوځېدلې، ريچل هاينيس ٢٩ او ميګ لانينګ ٢٧ منډې وکړې.

نیوزیلنډ لپاره فرانسس ماکى ٢ او جيس کير ١ لوبغاړي وسوځول.

د نيوزيلنډ لوبډلې ټاکل شوی هدف د ٦ لوبغاړو په سوځېدو پوره او لوبه يې د ٤ لوبغاړو په شتون کې وګټله.

فرانسس ماکی ٤٦ او اميليا کير ٣٦ تر نورو ډېرې منډې جوړې کړې.

په توپ اچونه کې ميګن شوت ٢، ډارسي براون، ايليس پيري، نيکولا کېري او جارجيا واريهم ١-١ نیوزیلنډي لوبغاړي وسوځول.

د لوبې غوره لوبغاړې فرانسس ماکي وټاکل شوه.

د یادونې ده چې له دې وړاندې په لومړۍ لوبه کې آسټرالیا لوبډلې بریا خپله کړې وه.

درېیمه لوبه به د اپريل په لومړۍ نېټه ترسره شي.

اسټرالیا ښځېنه لوبډلې نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی