Home+اسټرالیا ښځېنه لوبډلې نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه

اسټرالیا ښځېنه لوبډلې نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه

تاند ( یک شنبه، د حمل ۸)  د اسټرالیا او نیوزیلینډ ښځېنه کرکټ لوبډلو تر منځ نن د مارچ میاشتې په ۲۸مه نېټه د درېیو شل اوریزو لوبو لړۍ پيل شوه.

په دې لوبه کې لومړی نیوزیلینډ ښځينه لوبډلې توپ وهنه  وکړه  او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو مقابلې لوبډلې ته د ۱۳۱ منډو هدف ورکړ.

اسټرالیا ښځېنه لوبډلې ټاکل شوی هدف په اتلسم اور کې د څلورو لوبغاړو په زیان پوره او مقابلې لوبډلې ته یې په ۶ وېکټو په لومړۍ شل اوره لوبه کې ماتې ورکړه.

د اسټرالیا لپاره په توپ وهنه کې اېشلی ګاډنر د ۳ شپږیزو او ۶ څلوریزو پر مټ په ۴۸ توپونو باندې ۷۳ تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې.

د دواړو لوبډلو تر منځ به دوهمه سیالۍ د همدې مارچ میاشتې په ۳۰مه او وروستۍ هغه يې بیا د اپریل په لومړۍ نېټه تر سره کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...