جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهلویه څارنوالي: طالبانو تېر کال ۱۵ څارنوالان وژلي دي

لویه څارنوالي: طالبانو تېر کال ۱۵ څارنوالان وژلي دي

تاند(یکشنبه، د حوت ۸) لویه څارنوالي وایي چې تېر کال د هېواد په بېلو ولایتونو کې د طالبانو په هدفي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۵ څارنوالان وژل شوي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي ویلي چې یادو کسانو په پکتیا، هلمند، کندهار، کابل، میدان وردګ او پروان ولایتونو کې دندې ترسره کولې چې د طالبانو له لوري ترور شوي دي.

رسولي زیاته کړې چې له ۱۳۸۵ کاله تر اوسه ټولټال ۱۴۱ څارنوالان د ناڅرګندو وسله والو له لوري وژل شوي دي.

که څه هم طالبانو د ورته ډېریو بریدونو پړه نه ده منلې خو دولت یې د مسوولیت ګوته طالبانو ته نیسي.

د لوې څارنوالۍ له خبرو سره هممهاله فاریاب ولایت کې د دهنه درې اوبو بند درېیو ساتونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې ویلي چې وسله والو د فاریاب ولایت د پښتون کوټ ولسوالۍ په دهنه درې بند برید کړی دی چې په پایله کې یې د یاد بند دوه ساتونکي وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

دا برید په داسې حال کې کېږي چې د دغه بند د جوړېدو چارې روانې دي.

د فاریاب ولایت امنیتي چارواکو د شوي برید پړه پر طالبانو اچولې خو یادې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب