جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهلغمان کې ۳ پولیس او لوګر کې ۲ ولسي پاڅونوال وژل شوي

لغمان کې ۳ پولیس او لوګر کې ۲ ولسي پاڅونوال وژل شوي

تاند ( یک شنبه، د حمل ۸) د لغمان ولایت په مرکز عمرزایو سیمه کې ماین چاودنې درې پولیس وژلي.

امنیتي سرچینې وایي، چاودنه نن غرمه د پولیسو پر هاموې ټانک شوې ده.

سرچینه زیاتوي په دې چاودنه کې یو بل پولیس ټپي شوی هم دی.

بل لورته د یاد ولایت د پولیسو ویاند افغانیار مني چې د پولیسو پر هاموي ټانک د سړک غاړې ماین چاودنه کړې.

نوموړی وایي په دې چاودنه کې یو پولیس ټپي شوی دي.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې ناپېژانده وسله والو لوګر کې دوه ولسي پاڅونوال وژلي دي.

د لوګر امنیه قومندانۍ ویاند ګل حیدر وايي، ناپېژانده وسله والو نن غرمه مهال د مرکز پل علم اړوند خضر بازار سیمه کې دوه ولسي پاڅون کوونکي په ډزو ووژل او یو بل یې ټپي کړ.

د یادو دواړو پېښو مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب