جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+راشد خان اى پي ايل کې د ګډون لپاره هند ته لاړ

راشد خان اى پي ايل کې د ګډون لپاره هند ته لاړ

تاند ( یک شنبه، د حمل ۸) د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى او ګوګلي ماسټر راشد خان د هند سوداګریزو سیالیو راتلونکي پړاو لوبو کې د ګډون لپاره هند ته لاړ.

راشد خان په خپل انسټاګرام یو انځور خپور کړی او هند ته یې د تلو په اړه ویلي دي.

نوموړي له دې عکس سره ليکلي: « د اى پي ايل راتلونکي پړاو سیالیو لپاره چيناى ته روان دى.»

راشد خان په اى پي ايل کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېږي.

د نوموړي ترڅنګ په یاده لوبډله کې محمد نبي عیسی خېل او مجيب الرحمن ځدراڼ هم لوبېږي.

دغه راز فضل الحق فاروقي بیا چینای سوپرکېنکز لوبډلې په خپل نوملړ کې له ځانه سره یوځای کړی دی.

راشدخان له دې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې له افغان ملي لوبډلې سره د زمبابوې پر وړاندې لوبېده.

نوموړی په یادو لوبو کې هم ښه وځلېده او افغان لوبډله یې د بریا پوړیو ته ورسوله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب