جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهخوست کې د شپنیو عملیاتو پرمهال ۱۵ ملکیان وژل شوي

خوست کې د شپنیو عملیاتو پرمهال ۱۵ ملکیان وژل شوي

تاند (یک شنبه، د حمل ۸) د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي تېره شپه په دې ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال ۱۵ ملکیان وژل شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي دا عملیات حکومتي ځواکونو تېره شپه ترسره کړي.

دوی وایي په دې عملیاتو کې د دوو ښځو او یو ماشوم په ګډون ۱۵ کسان وژل شوي دي.

ځايي خلک وایي دغه راز په دې عملیاتو کې ۳ نور ماشومان هم ټپیان شوي دي.

د خوست امنیتي مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې د خوست په ښار کې په موټر سایکل بم چاودنه شوې.

د خوست امنیه قوماندانۍ مسوولان وایي چې دغه موټر سایکل بم چاودنه شېبه وړاندې مجاهد څلور لارې کې هغه مهال وشوه کله چې امنیتي ځواکونه له سیمې تېریدل.

د امنیه قومندانۍ ویاند قدرت الله حیدرخېل وايي، چاودنه کې درې د ملي امنیت سرتېري او پنځه ملکیان ټپيان شوي دي.

د دې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب