Homeخبرونهولسمشر: که د افغانستان طبیعي زېرمې مدیریت شي، هیڅ افغان به له...

ولسمشر: که د افغانستان طبیعي زېرمې مدیریت شي، هیڅ افغان به له لوږې سره مخ نه شي

تاند ( یکشنبه، د حمل ۸ ) ولسمشر محمد اشرف غني وایي، افغانستان پرېمانه طبیعي زېرمې لري او که د یادو زېرمو مدیریت په ښه توګه ترسره شي نو هېڅ افغان به له لوږې سره مخ نه شي.

هغه نن د ځوانانو شورا د پرانیستې مراسمو کې د وینا پر مهال وویل چې د هېواد طبیعي زېرمو په مدیریت سره به د ټولو هېوادوالو اقتصادي ستونزې حل شي.

ولسمشر دغه راز زیاته کړه چې د هېواد په حکومتي ادارو کې له دولتي منابعو هیڅ ګټه نه اخیستل کېږي.

هغه له ډېرو جزیاتو ورکولو پرته وویل چې اوسمهال د هېواد لږ تر لږه ۵۰ سلنه عواید غلا کېږي.

نوموړي ځوانانو ته په خطاب کې وویل، هر هغه څوک چې تعصب او فساد کوي، ملي وحدت ته صدمه رسوي، د هغوی پر وړاندې باید پیاوړې او کارنده مبارزه وشي.

ولسمشر غني دغه راز د سولې پروسې ته په اشارې څرګنده کړه چې په تېرو ۴۲ کلونو کې د افغانستان خلک د سولې له حقه بې برخې وو او اوس باید په خپله د خپل راتلونکي نظام د جوړونې لپاره پرېکړه وکړي.

په ورته وخت کې نن په خوست ولایت کې زرګونو خلکو د نظام د بقا په موخه د جمهوریت په ملاتړ غونډه ترسره کړه او له بهرنیو ګاونډیو هېوادونو څخه یې غوښتنه وکړه څو د افغانستان د جمهوریت په چارو کې له لاسوهنو لاس په سر شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...