جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهصدیقي: په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي مسؤل طالبان دي

صدیقي: په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي مسؤل طالبان دي

تاند ( یکشنبه، د حمل ۸)  د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي وایي، طالبانو د هېواد ورانولو ته دوام ورکړی دی او دا ډله سولې ته ژمنتیا نه لري.

نوموړي پر خپل ټوېټر لیکلي: « د سولې په روان بهیر او زموږ د خلکو پر وړاندې د طالبانو د ناجایزې جګړې د پای ته رسېدو په اړه د افغان حکومت او خلکو هڅې، چې د ۴۲۰ قاچاقبرانو او لویو مجرمینو په ګډون د ۶۱۰۰ طالب بندیانو خوشې کول وو باید له پامه ونه غورځول شي.»

هغه زیاته کړې، یاده ډله په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي مسؤل دي.

صدیق صدیقي وړاندې لیکلي: «طالبانو د هېواد ورانولو ته دوام وکړی او سولې ته ژمنتیا نه لري، طالبان د روان تاوتریخوالي ځواب ویونکي دي، افغانان باید پوه شي، چې د ۶۱۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدلو باوجود ولې جګړه دوام لري.»

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیق دا څرګندونې داسې مهال کوي چې طالبانو په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې افغان ځواکونو د خوست د صبریو ولسوالیو مختلفو سیمو په ګډون نورو ولایتونو کې بمبارونه کړي دي او ګڼ شمېر ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

په ورته وخت کې رویټرز خبري اژانس وایي، د ولسمشر بایډن اداره هڅه کوي، پر طالبانو او افغان حکومت فشارونه راوړي، څو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه تر ټاکلې نېټې له مخې پر سولې موافقه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په خپلو لومړنیو هڅو کې دواړه لوري یوه سیاسي توافق ته هڅوي، چې تلپاتې اوربند او سولې ته لار هواره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب