جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونههرات کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله...

هرات کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند (یکشنبه د حمل ۸) د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د کندهار-هرات پر لویه لار ترافیکي پېښه شوې ده چې له امله یې پنځو کسانو خپل ژوند بایللی او ۱۳ نور ټپيان دي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شیرزي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دغه پېښه د ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکي او باروړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د نوموړي په خبره چې ټپیان د درملنې په موخه د هرات سیمه ییز روغتون ته لېږدول شوي دي.

د مسؤلانو په وینا چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا ۴:۲۰ بجې رامنځته شوې چې یاده مرګ ژوبله یې اړولې ده.

د کندهار-هرات لویه لار وخت ناوخت د ورته ترافیکي پېښو شاهده وي چې چارواکي یې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بولي، خو موټر چلوونکي بیا وایي چې ددې لویې لارې خرابوالی د ورته پېښو لامل دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...